ګورباچوف، هغه سړی چې د تاریخ لوری یې بدل کړ

Your browser doesn’t support HTML5

د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخایل ګورباچوف چې له افغانستان څخه یې د شوروي ځواکونو په ایستلو کې مهم رول درلود، د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. ګورباچوف د شلمې پیړۍ یو اغیزناک شخصیت ګڼل کیږي، ځکه نوموړي د سړي جګړې په پای ته رسولو کې مهمه ونډه لرله. په دې راپور کې مو د پخواني شوروي ددې وروستي مشر ژوند ته لنډه کتنه کړې.