د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

میخایل ګورباچوف د خپلې مېرمنې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو


د میخایل ګورباچوف مړي ته د درناوي له مراسمو یو انځور
د میخایل ګورباچوف مړي ته د درناوي له مراسمو یو انځور

د شوروي د وخت وروستی ولسمشر میخایل ګورباچوف پرون په هغه هدیره کې د خپلې مېرمنې ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو چې ډېر پېژندل شوي روسان په کې ښخ دي.

په زرګونو کسان پرون په مسکو کې په لیکه کې درېدلي وو څو د شوروي د وخت د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف تابوت ته وروستی درناوی وړاندې کړي.

ګورباچوف د هغو اساسي اصلاحاتو طراح و چې په نتیجه کې یې سړه جګړه پای ته ورسېده، خو شوروي اتحاد هم ړنګ شو.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

کریملین وویل چې هغه د ډېرو بوختیاوو له کبله نه شي کولای چې د ګورباچوف د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ګورباچوف تابوت د مسکو په هغې تاریخي ماڼۍ کې ایښودل شوی و چې د شوروي د وخت راهیسې په کې د تدفین دولتي مراسم ترسره کېږي.

ویرجن د ګورباچوف له سرخلاصي تابوت څخه چې د روسیې پر بیرغ پوښل شوی او د افتخاري ګارډ ساتونکي یې تر خوا ولاړ و تېرېدل او هغه ته یې درناوی وړاندې کاوه.

د ګورباچوف لور ایرینا او د هغه دوه لمسیانې یې د تابوت په خوا کې ناستې وې.

وروسته د ګورباچوف مړی د نوو دیویچې په هدیره کې چې ډېر پېژندل شوي روسان په کې ښخ دي، د هغه د مېرمنې ریسه تر خوا خوا خاوروته وسپارل شو.

د ګورباچوف د تدفین مراسم د نوبل د سولې د جایزې ګټونکي او د نووایا ګازیتتا چلونکي دیمیتري موراتوف تنظیم کړي وو، د دې کرملین منتقدې ورځپاڼې فعالیت پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په مارچ میاشت کې بند شو.

په زرګونو کسان پرون په مسکو کې په لیکه کې درېدلي وو څو د شوروي د وخت د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف تابوت ته وروستی درناوی وړاندې کړي.
په زرګونو کسان پرون په مسکو کې په لیکه کې درېدلي وو څو د شوروي د وخت د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف تابوت ته وروستی درناوی وړاندې کړي.

ګورباچوف خپلې د سولې د جایزې پیسې د دغې ورځپاڼې پر پرانیستلو لګولې وې.

ګورباچوف د اګست په دېرشمه د اوږدې مودې ناروغۍ له امله د ۹۱ کلونو په عمر په هغه روغتون کې مړ شو چې درملنه یې په کې کېده.

سره له دې چې د ګورباچوف د تدفین د مراسمو لپاره دغه مهم ځای غوره شوی و، خو کریملین له دې ډډه وکړه چې هغه ته د تدفین د دولتي مراسمو نوم ورکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې په دې مراسمو کې دولتي عناصر ښکېل دي، لکه افتخاري ګارډ او هم یې حکومت په تنظیم کې مرسته کړې ده، خو که هغه د تدفین دولتي مراسم بلل شوی وای نو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین مجبور و چې په کې ګډون وکړي او هم مسکو دې ته اړ و چې په کې د ګډون لپاره بهرنیو مېلمنو ته بلنه ورکړي.

داسې ښکاري چې روسیې هغه کړکېچ ته په پام چې پر واکراین د یرغل په خاطر له لویدیځ سره راپورته شوی، دې شي ته لېوالتیا نه درلوده.

د میخایل ګورباچوف د تدفین له مراسمو سره هممهاله په برلین کې بیرغونه نیم ځوړند و څو د هغه شخص درناوی وکړی چې په ۱۹۸۹م کال یې له ختیځ جرمني څخه ځواکونه وایستل او د برلین دېوال هم چې جرمني یې په دوو برخو ویشلی و ونړېد.

XS
SM
MD
LG