د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

ګورباچوب: نړۍ د یو نوي ساړه جنګ په درشل کې ده


د پخوانۍ شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف وايي؛ د اوکراین پر سر د روسیې او لویدیځ تر منځ کړکیچ نړۍ د یو نوې ساړه جنګ پر درشل درولې ده.

درې اتیا کلن کورباچوف دا خبره پرون د جرمني پایتخت کې د برلین د دیوال د نړېدو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسب مراسمو کې وکړه.

"نړۍ د یو نوي ساړه جنګ په درشل کې ده. حتی ځینې وايي چې سوړ جنګ پیل شوی دی او په داسې حال کې چې وضیعت ډیر ډراماتیک دی؛ د اصلي نړیوالو سازمانونو د فعالیت درک نه شته؛ یعنې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کوم رول نه دی لوبولی او نه یې کوم اقدام کړی دی.“

ګورباچوف لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه تورن کړل چې د نوموړي په وینا؛ د کمونیستي رژیم له ړنګېدو وروسته د خپل بریالتوب غرور او برترۍ ته تسلیم شول.

نوموړي زیاته کړه، له همدې کبله نړیوال طاقتونه په پخوانۍ یوګسلاویا؛ منځني ختیځ او اوس په اوکراین کې د راپورته شویو کړکیچونو په هواري کې ناتوانه وو.

د اپریل د میاشتې راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتو غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې له څلور زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د پخواني شوروي اتحاد مشر ګورباچوف وویل؛ اروپا د دې پر ځای چې په نړۍ کې د بدلونونو مشري وکړي؛ د سیاسي تاوتریخوالي، د اغیز د دایرې د پراخلو پر سر د سیالۍ او بالاخره د پوځي شخړو په ډګر بدله شوې ده.

د نوموړي په وینا، دا د دې سبب شوې چې اروپا د کمزورۍ خواته روانه شي.

د پخواني شوروي اتحاد دې وروستي مشر د برلین د دیوال نړېدو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت مراسمو ته وویل؛ باید له روسیې سره د خبرو اترو له لارې د باور فضا رامنځ ته شي.

ده همدارنګه وړاندیز وکړ چې د امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه باید پر روسي چارواکو لګولې بندیزونه لري کړي؛ هغه بندیزونه چې د مارچ په میاشت کې له روسیې سره د کریمیا له یوځای کولو وروسته او په اوکراین کې د روسیې د لاسوهنې په تور لګول شوي دي.

په المان کې دا درې ورځنی جشن د هغه سوله ییز انقلاب په یاد جوړیږي چې په نتیجه کې یې د ختیځ جرمني سرحدي ساتونکو د ۱۹۸۹م کال د نومبر په نهمه نېټه د لویدیځ جرمني پر مخ دروازې پرانیستي او ګڼ خلک وتوانیدل چې له دې دروازې څخه په ازادانه توګه تیر شي.

د ختیځ جرمني چارواکو دا دیوال د ۱۹۶۱م کال په اګست میاشت کې جوړ کړ؛ څو لویدیځ المان ته په ډله ییزه توګه د خلکو د وتلو مخه ونیسي.

له دې پېښې یو کال وروسته جرمني د ۱۹۹۰م کال په اکټوبر کې بیرته سره یوځای شو.

ګورباچوف او د پولینډ پخواني ولسمشر "لیخ والیسا" د هغو کسانو په منځ کې دي چې ټاکل شوې په همدې مناسبت د راک موسیقۍ په یو کنسرټ او اورلوبې کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG