د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۷ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۳

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جنګونو د دوام لاملونه څه وو؟


د شوروي ځواکونو له وتلو ۳۰ کاله وروسته لا هم د تراژیدي د تکرار ویره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:13 0:00

د شوروي ځواکونو له وتلو ۳۰ کاله وروسته لا هم د تراژیدي د تکرار ویره

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو دا دی ۳۰ کاله پوره شول. د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د جینوا د تړون له مخې چې د ۱۹۸۸میلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۴ نېټه لاسلیک شو له افغانستانه ووتل.

افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو دیرشمه کلیزه داسې مهال لمانځل کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې اعلان چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي، افغانان یو ځلي بیا هغه موړ ته درولي چې د روسانو د وتلو پر مهال ورسره مخامخ وو.

د نويمې لسیزې د پیل په درشل کې کله چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستي سرتیري د وتلو په حال کې وو، په لویه کچه دا اټکل کېده چې د شوروي ځواکونو وتلو سره به په افغانستان کې سوله ټینګه شي، خو حالاتو دا اټکلونه ناسم ثابت کړل او افغانستان د خونړیو او ورانوونکو جنګونو په ډګر بدل شو.

یو پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد هم ورته اندیښنه لري او خبرداری ورکوي، که امریکا غفلت نه کار واخلي، نو د نویمې لسیزې د حالاتو تکرار له امکانه لرې نه‌دی.

پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد
پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد

قاضي محمد امین وقاد زیاته کړه:

"د هغو حالاتو د بیا راتلو احتمالات ردیدلای نه‌شي، په هغه صورت کې چې امریکا غفلت وکړي یا عجله وکړي. موږ وایو چې امریکا د یو اشغالګر په حیث نه بلکه د یو همکار په توګه دې د حالاتو تر سمون پورې خپل حضور ولري. کله چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شول، نړیواله ټولنه په‌کې د ناظر په توګه برخه ولري، د طالبانو قناعت د سولې په اړه حاصل شو، نو بیا دې امریکا او نورو قوتو د حضور ضرورت نشته افغانان بیا خپل هېواد خپله اداره کولای شي."

خو پوښتنه دا ده چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتل او د امریکا د پوځونو ایستل په خپله کې د حالاتو په پام کې نیولو سره کوم ورته والي لري او که توپیر موجود دې.

یو پخوانی جهادي او د ولسي جرګې پخواني غړي حفیظ منصور وايي چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي مداخلې او د امریکا د پوځي حضور ترمنځ خورا زیات توپیر موجود دې.

پخوانی جهادي او د ولسي جرګې پخوانی غړی حفیظ منصور
پخوانی جهادي او د ولسي جرګې پخوانی غړی حفیظ منصور

دی وړاندې دغو توپیرونو او ورته والي ته په اشارې وایي:

"شورویانو تېرې وکړ، خو امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له توافق وروسته په افغانستان کې پوځي حضور پیدا کړ او هر کال د خپل پوځي حضور د دوام له‌پاره جواز اخلي. شورویان وروسته له هغې چې کورنۍ ستونزې ورته پیدا شوې نو اړ شول چې په‌شا تګ وکړي، خو امریکا د دې برخلاف د خپل اقتصادي او پوځي قوت په اوج کې دی، خو ټرمپ پریکړه کړې چې زه ولې پنځوس میلیارډه ډالره اضافه مصرف کړم، د دوی داستان له روسانو نه زیات توپیر لري. بله خبره دا ده، کله چې پخواني شوروي اتحاد ړنګ شو، نو مارکسیزم او لیلینیزم د یوې اډیالوژۍ په توګه په نړۍ کې له ماتې سره مخامخ شوه، خو موږ باید متوجه واوسو چې لېبرال دموکراسي او امریکايي لېبرالیزم نن په نړۍ کې یوه بې رقیبه اډیالوژي ده."

د ښاغلي منصور په وینا د امریکایانو په نه موجودیت کې هر حکومت چې راځي، نو مجبور دی چې له امریکا سره اړیکې ولري.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د نهو کلونو له‌پاره په افغانستان کې پاتې شول او بیا د جېنوا د تړون پر بنسټ له افغانستانه ووتل، خو امریکايي ځواکونه له تېرو ۱۸ کلونو په افغانستان کې مېشت دي.

له افغانستان څخه د وروستي شوروي سرتيري له وتلو ۳۰ کاله تير شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:17 0:00

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه، د ۱۹۷۸ میلادي کال د دسمبر په ۲۵ نیټه د ځمکې او هوا له لارې افغانستانه ننوتل او په کابل کې يي د وخت ولسمشر او د کورنۍ ځینې غړي یې په تاج بیګ ماڼۍ کې ووژل او ببرک کارمل یې لا د مخه د نوي ولسمشر په توګه ټاکلې وو.

د هغه وخت ځنیي پوځي افسران وايي چې حفیظ الله امین او د کورنۍ ځینې غړي یې چې په‌کې د ده زوی او ځیني دوستان هم شامل وو، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې وسله‌وال مقاومت وکړ او بلاخره لکه څرنګه چې د حالاتو حکم وو، د دغه مقاومت پر مهال ووژل شول.

ببرک کارمل چې د شورویانو د تیري په شپه یې د تاجکستان له راډیو څخه وینا کوله د حفیظ الله امین د وژنې خبر خپور کړ.

د پخواني شوروي اتحاد تېري نهه کاله دوام وکړ او بلاخره د جینوا د پریکړې له مخې، چې د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه ترلاسه شو خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل چې د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیوه یعنې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۱۵مه نېټه بشپړ شول.

دا چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ولې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر ځای جنګونو او ورانیو زور واخېست، پخوانی جهادي مشر حاجي دین محمد د دغو ټولو ناخوالو او بدمرغیو لامل د جینوا تړون بولي او وايي چې په‌دغه تړون کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د نظام څرنګوالی او د سولې ټینګښت په اړه هېڅ ډول پلان نه وو موجود.

پخوانی جهادي مشر حاجي دین محمد
پخوانی جهادي مشر حاجي دین محمد

دی وړاندې په خپلو خبرو کې وايي:

"یوه اشتباه زه د نړیوالو او ملګرو ملتونو دا ګڼم چې مخکې د روسانو له وتلو د یو نظام په قیام باندې یې خبرې ونه‌کړئ. د دې په څنګ کې د مجاهدینو اشتباه دا وه، تراوسه مې نه‌دي ویلي اوس یې وایم چې دوی باید د نجیب له حکومت سره خبرې کړې وای او بیا یې په یو نظام موافقه کړې وای او نړیوالې ټولنې یې ملاتړ کړي وای. روسانو هم که په افغانانو یې زړه خوږولې نو دوی باید داسې نه وای وتلې یو توافق یې راوستلای وای په یو نظام او بیا وتلای وای."

ښاغلی دین محمد له امریکا، طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې موجوده حالت خورا حساس دی او که له پخوانیو تجربو پند وانه‌خېستلای شي، نو ممکن ورته ناورین بیا تکرار شي.

خو دلته بله پوښتنه دا مطرح کېږي چې پخواني شوروي اتحاد د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د افغانستان په اړه کومه ستراتیژي تعقیبوله، غوښتل یې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي او که خبره بل ډول وه.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د علومو د اکاډمۍ رئیس او د دې اکاډمۍ اوسنی سلاکار سلیمان لایق وايي چې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال په مسکو کې کله چې واک میخایل ګورباچوف ترلاسه کړ، نو له هغه شېبو ده له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه هڅې پیل کړې.

دی وايي چې په یوه غونډه کې چې لا په افغانستان کې ببرک کارمل په واک کې و، ګورباچوف دا مسئله پورته کړه، خو ببرک کارمل یې مخالفت وکړ او بلاخره د ځواکونو د ایستلو له‌پاره د دوو کلونو وخت وټاکل شو.

ښاغلي لایق وویل چې وروسته بیا دا پریکړه د جینوا د پریکړې په بڼه هغه مهال پلي شوه چې په کابل کې ډاکټر نجیب الله ولسمشر و.

د ښاغلي لایق په ونیا روسانو ورته ویلي و چې د کابل ادارې سره به خپلو پوځي او اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.

د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د علومو د اکاډمۍ رئیس او د دې اکاډمۍ اوسنی سلاکار سلیمان لایق
د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د علومو د اکاډمۍ رئیس او د دې اکاډمۍ اوسنی سلاکار سلیمان لایق

سلیمان لایق زیاته کړه:

"موږ به تر پایه تاسو وساتو په‌دې معنی چې تر پایه پورې به ملګرتیا درسره وکړو، موږ به ستاسو په سیاسي برخه کې ملاتړ وکړو، په پوځي برخه کې او د خوراکي موادو په برخه کې درسره مرسته وکړو، خو زموږ د پوځي حضور په اړه چې اوس د دنیا وضعه هم نازکه ده او زموږ خلک هم غواړي او پوښتنه کوي، نو موږ ورته ځواب نه‌لرو."

خو د ښاغلي لایق په وینا د شوروي ځواکونو د وتلو په اړه د ډاکټر نجیب الله ځینو څرګندونو چې د شوروي ځواکونو وتل یې د هېواد د ژغورنې د ورځ په توګه یاد کړله، د کابل او مسکو اړیکې لږ څه سړې شوې او په مرستو کې هم کمې راغی چې بلاخره د نجیب الله د حکومت د سقوط اسباب یې برابر کړل.

حفیظ منصور هم ورته خبره کوي او وايي چې پخواني شوروي اتحاد د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته هڅه کوله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت پیاوړی وساتي او د دې هدف له پاره یې ورته مهمې اسلحې هم ورکړې.

ښاغلي منصور دا هم وویل چې کله پخواني شوروي اتحاد په کورنیو مسایلو کې ایسار شو، نو هند د پخواني شوروي اتحاد ځای ونیوه او د نجیب له حکومت سره یې مرسته پیل کړه، خو دغو هڅو ونه‌شوای کړی چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د دوام سبب شي.

نړیوال فشارونه له یوې خوا او د جګړې په ډګر کې د مجاهدینو فشارونه بلاخره خبره د بن سوان د طرحې د پلي کولو ته راوستله چې له مخکې نه شویو پټ ائتلافونو د دغې طرحې د پلي کولو مخه ونیوله.

ډاکټر نجیب له کابله په وتلو کې له پاتې راتلو وروسته د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخېستله او په کابل کې واک د مجاهدینو یوې ډلې ته په لاس ورغلو او نور بهر پاتی شول چې دغه حالت د واک پر سر د خونړیو جنګونو د پیل سبب شو.

قاضي امین وقاد، حاجي دین محمد او نور په‌دې باور دي، که امریکا په حوصله مندۍ سره په‌دې برخه کې عمل وکړي، نو هر څه به سم وي، که نه نو ممکن افغانان یو ځلي بیا د نویمې لسیزې ورته حالت تجربه کړي.

راپور: حمید مهمند

د دې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG