چارواکي: لوګر کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارشیف

لوګر کې د طالبانو چارواکي وايي، په دې ولایت کې له تېرې ورځې د سېلاب د راوتو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د دې ولایت د والي ویاند عمر منصور مجاهد خبریالانو ته ویلي چې سېلابونو په خوښۍ ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

مجاهد وویل: " نږدې شل تنه شهیدان شوي چې دوه تنه یې ماشومان دي. وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي، شاوخوا درې زره کورونه بشپړ او یا نیم ویجاړ شوي دي، زرګونه جریبه ځمکه هم خرابه شوې. دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي."

د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکو بیا ویلي، یوازې همدې ولسوالۍ کې دوه سوه تنه زیانمن شوي دي.

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو له هغې ډلې لغمان او میدان وردګو کې هم د تازه سېلابونو راپورونه خپاره شوي چې خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.