د یوه کال راهیسې له ۴ میلیونو ډېرو افغانانو سره بشري مرستې شوي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په همکارۍ یې په افغانستان کې له تېر کال راهیسې څه باندې ۴ میلیونو او درې لکه کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.

د دې اداري د نن ورځې د ټویټ له مخې دغه بشري مرستې په لیرې پرتو سیمو هم اړو کسانو ته رسول شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې څه باندې نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ پر ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره کېدو سره د یو بیان په خپرولو په افغانستان کې د روان اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په دې بیان کې په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي په حواله راغلي چې: "تاریخ موږ ته وخت په وخت ښودلې چې موږ د سبا په خطر کې د نن ورځې سره بیرغونه له پامه غورځوو او په افغانستان کې نن ورځ، سره بیرغونه ډیر او متنوع دي - د اقلیمي بدلونونو له امله اقتصادي توازن مخ په ځوړ دی، پر نجونو او ښځو باندې زیاتېدونکو محدودیتونه هم ورو -ورو دوی له ټولنې لرې کوي."

ښاغلي الکبروف په اوسنیو شرایطو کې په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو فعاله ونډه د اقتصاد د بیا رغولو لپاره خورا مهمه بللې ده.