د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې امر کړی چې ټولې پرېکړې دې د اسلامي شریعت له مخې ترسره شي او د بشر له خوا جوړ شوي قوانین دې نه پلي کېږي.
هغه ادعا کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې په جمهوري نظام کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي دي.
خو د جمهوري نظام د اساسي قانون په درېیمه ماده کې چې د افغانستان د ټولو قوانینو اساس دی، راغلي چې په افغانستان کې هېڅ قانون به، د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو او احکامو خلاف نه وي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ.
په دې اړه په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې راغلي، د دوی مشر ټینګار کړی چې قوانین باید د اسلامي شریعت پر بنسټ پلي شي او د انسانانو په لاس جوړ شوي قوانین نهشي پلي کېدلی.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: "په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي او پر ځای یې جمهوریت ته تبلیغ شوی دی."
په اعلامیه کې راغلي، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د الله تعالی فرمانونه پلي کېږي، قوانین د خلکو په خوښه نه جوړیږي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ټولې پرېکړې باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وشي او هېڅ ډول اعتراض یې هم باید په وړاندې ترسره نهشي.
![د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ .](https://gdb.rferl.org/db4207d7-a6eb-41b6-a2db-ca2406d0968a_cx31_cy10_cw39_w1080_h608_s.jpg)
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ .
حقوق پوه وحید فرزه يي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبان په دې باور دي چې بانکي قوانین، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون او د بشري حقونو کمېسیون له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.
نوموړی وايي: "زما په نظر د طالبانو حکومت پر داسې قوانينو بحث کوي چې د دوی په باور د اسلامي شريعت خلاف دي، لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون، د بشري حقونو قانون، د بشري حقونو کمېسيون او داسې نور."
د افغانستان رسمي دین اسلام دی.
يو شمېر افغانان طالبان تورنوي، چې له اسلامي شریعت نه په اخیستنې سره په افغانستان کې د سختو قوانینو په عملي کولو بوخت دي.
د کابل او سېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله قمر نیازۍ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "الحمدالله مونږ مسلمانان وو او یو، له شرعي قوانینو انکار نه کوو او نه هم دا وایو، چې اسلامي قوانین نه منو، خو د ټولنې د پرمختګ، نړیوالو سره د سیالیو او د خلکو د اسانه ژوند لپاره باید په ټولنه کې فرهنګي او ټولنیز قوانین نافذ وي."
دغه راز د ننګرهار اوسېدونکی اجمل وايي: "خلکو سره جوړ راشئ څو په زړونو کې یې ځای پیدا کړئ، یوازنی مورد دی، چې مونږ له شریعت پرته ورته اړتیا لرو."
پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی له خوا د شرعیت پر بنسټ په بېلابېلو پرېکړو کې تر ټولو زیات افغان نجونې او ښځې اغیزمنې شوي.
په دغه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي ظاهراً په دې نوم تړل شوي، چې د نجونو زده کوونکو لباس سم نه دی او د ټلوېزیونو په ښځینه کارکوونکو یې مخونه هم پټ کړي دي.
خو تازه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي پرون د کجکي بند د دوهم فاز په پرانیست غونډه کې وویل، چې د ټولو افغانانو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیستل یو جهاد دی، چې په خبره یې د دوی حکومت به ډېر ژر دا کار وکړي.
په دې اړه نور: د نجونو تړلي ښوونځي؛ عباس ستانکزی: ژر به ټول ښوونځي پرانیستل شيپه افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له یولسو میاشتو زیات وخت تېرېږي او په دې ټوله موده کې دوی ټینګار کړی، چې قوانین به د شریعت پر بنسټ پلی کوي، خو د افغانستان اوسېدونکي اندېښمن دي، چې د طالبانو اخیستنه له شریعت څخه ډېر ټولیز او په ورته وخت کې سخت دريځي پهکې ده، چې د دوی د سرپرست حکومت له خوا به د قوانینو وضع کول سختۍ لا زیاتې کړي، هغه موضوع چې طالبانو تل رد کړې ده.