یو شمېر معترضې مېرمنې: د زیاتو امنیتي ګواښونو له امله مو اعتراضونه کم کړي

ارشیف: په کابل کې د ښځو د لاریون انځور - May 26 2022

یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، د سړکونو پر سر اعتراضونه یې ځکه کم کړي، چې د دوی په خبره له زیاتو امنیتي ګواښونو سره مخ و.

یو شمېر معترضې میرمنې وايي، په دې وروستیو کې د دوی پر وړاندې د یو لړ جدي امنیتي ګواښونو له امله اړې شوي، چې د سړک د سر له اعتراضونو لاس واخلي.

دوی ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت ځینو کسانو دوی له اعتراضونو وروسته د کور تر دروازې تعقیب کړي او ان کله، کله ورسره ګواښونکې ټیلیفوني اړیکې هم نیول شوې دي.

دغه مېرمنې وايي، اعتراضونه یې د کوم مشخص شخص په نوم نه بلکې، د طالبانو سرپرست حکومت پر وړاندې دي، هغه حکومت چې د دې په خبره، له بیا ځلي واکمنېدو سره یې پر افغان مېرمنو زیات محدویتونه وضع کړي.

هغه انځورنه چې تر اوسه په ټولنیزو رسنیو کې د معترضو مېرمنو له ادرسه خپاره شوي په کې لیدل کېږي، چې وسله وال طالبان دوی اعتراضونو ته نه پرېږدي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت زموږ پوښتنې ځواب نه کړي خو معترضې مېرمنې وايي، د طالبانو دا چاره د دوی د مبارزې مخه نه شي نیولای.

د دغو معترضو مېرمنو یوه هغه، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو سره د ډوډۍ، کار او د ازادۍ شعار په نوم مبارزه پیل کړې وايي، اوس یې د خپلې مبارزې بڼه بدله کړې ده.

نوموړې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د معترضو مېرمنو د اعتراضونو کمېدل مني.

د دغې مېرمنې په وینا، دوی اوس خپلو اعتراضونو ته په سر پټو ځایونو کې دوام ورکوي.

هغې وویل: "په افغانستان کې د مېرمنو د اعتراضونو د کمېدو یواځنی لامل دا دی، چې موږ له دې وړاندې د فقر، ډوډۍ، کار او ازادۍ تر شعار لاندې اعتراضونه وکړل او له هغې وروسته موږ له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شوو. موږ یې تر کوره پورې تعقیب کړو. له پراویټ شمېرو یې موږ ته زنګونه وکړل او اخطارونه یې راکړه. موږ تر یو وخته پورې د سړکونو پر سر اعتراضونه نه کوو خو موږ په خپل اعتراضونو ته په سر پټو ځایونو کې دوام ورکو."

دغه معترضې مېرمنې وايي، ژوند یې په سختیو سره روان کړی.

دغه معترضې مېرمنې دغه شان په انلاین بڼه له یوناما سره د ناستو خبره هم کوي.

طالبانو د ښځو له اعتراضونو ورسته یو شمېر دوی بندیانې کړې او د ربړونې راپورونه یې هم خپاره شول.

دغو مېرمنو ډېر د ښځو او نجونو د حقوقو لپاره اعتراضونه کول، چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې تر اوسه هم په بېلابېلو بڼو تر سره کېږي.

د دوی له ډلې یوه بله مېرمن هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، غوښتل یې د داشان اعتراضیه حرکتونو له لارې د افغان مېرمنو رسا غږ ووسي.

د نوموړې په وینا، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وړاندې افغان مېرمنو په ولایتونو او مرکز کې کولای شول چې خپل فرهنګي فعالیتونه ولري او پرته له کومې وېرې په ښار او بازار کې قدم ووهي.

دغه معترضه مېرمن ادعا کوي، چې دوي په خپل حق غوښتلو کې یوازې پاتې او فعالیتونه یې هم تیت دي.

هغې زیاته کړه: "موږ اوس هم اعتراضونه لرو او له مبارزې مو لاس نه دی اخیستی، خو ډېر تیت او ناهیلې کوونکی د دې لپاره چې موږ که په هر ځای کې هیله درلوده زموږ غږ چا وانه ورېده او هېڅ چا زموږ څخه ملاتړ ونه کړ."

د دغو معترضو مېرمنو فعالیتونو ته په لومړیو کې ډیرو افغان مېرمنو او نجونو د امېد سترګې غړولې.

خو اوس په نا هیلۍ سره وايي، د ټوپک او قلم مبارزه برابره نه ده او غږ یې څوک نه اوري.

هغه زیاتوي: "د قلم د څوکۍ خبره د ټوپک سره برابره نه ده، او د معترضو مېرمنو حالت هم همداسې دی که جلا جلا فعالیتونه وکړي او یا هم د لیکو په بڼه، په ټوله کې غږ نه اورېدل کېږي."

طالبان شاوخوا ۱۱ میاشتې وړاندې بیاځلي په افغانستان واکمن او پر افغان مېرمنو او نجونو یې یو شمېر محدویتونه ولګول، لکه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دوازې وتړل شوې، ډېری ښځینه دولتي کارکونکي په کور کېنول شوې، حجاب اجباري شو او مېرمنې له محرم پرته له لرې واټن سفر څخه هم منع شوې.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې د معترضو ښځو لاریون، «برقع زموږ حجاب نه دی»

اوس دغه معترضې مېرمنې وايي، ژوند یې په سختیو سره روان کړی.

خو د طالبانو حکومت ویاندویان تل وايي، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټینګ شوي.

دوی د نړېوالو فشارونو سره سره دې ته نه دي چمتو شوي چې پر افغان ښځو د محدویتونو کچه راکمه کړي.

خو دا چې دغه اعتراضونه په اوږد مهاله کې څومره ګټور او اغېزمن تمامېدلی شي، هغه پوښنته ده، چې وخت به یې ځواب کړي.