نړیوال سازمانونه له افغان زلزله ځپلو سره د روغتیا په برخه کې همکاري کوي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ګڼو ادارو سره همکاري کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې د خوست او پکتيکا ولايتونو په زلزله ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي، روغتيايي خدمتونو او د ټپيانو د پاملرنې په برخه کې د نړيوالو مرستندويانو مرستو ته ډېره اړتيا ده.

دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې وویل، چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ګڼو شریکو ادارو سره همکاري کوي.

که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو، موسسو او نړیوالو خیریه بنسټونو په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له زیانمنو سره د مرستې اعلان کړی او د مرستو یو شمېر یې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي، خو د زیانمنو شویو په وینا دا مرستې کافي نه دي.

په پکتیکا کې د زلزلې له امله د نړېدلي یوه کور انځور

د پکتيکا او خوست ولايتونو په زلزله ځپلو سيمو کې د خلکو بې کوره کېدل له لویو ستونزو ده چې د زیانمنو کسانو سرګرداني یې دوه برابره کړې.

حبيب الله چې په زلزله کې نه دی ژوبل خو کور یې ړنګ شوی اسوشيېټېډ پرېس ته وويل چې له دوى سره مالي مرسته وشي.

هغه وویل: "د دې لپاره چې موږ خپل کورونه بیا جوړ کړو. تاسو ګورئ چې زما د کور ټول وسایل د خټو لاندې دي موږ سره دې مالي مرستې وشي."

په زلزله کې د یوې بلې زیانمنې کورنۍ یوه غړې بي بي حوا هم وايي: "زه سخت درد لرم، لار نه شم تللی. باید له موږ سره مرستې وشي هېڅ هم نه دي راپاتې."

نړیوالو سازمانونو او بنسټونو ګواښ کړی، چې ساري ناروغۍ په خپرېدو دي او د ټپیانو ټپونه هم په ښايي په بدو واوړي.

د بې پولې ډاکټرانو یوه سیمه ییز مشر محمد توفیق اسوشیټیډ پریس ته وویل، چې دوی د سختو ټپیانو درملنه کوي.

هغه وايي: "موږ د ټپي ناروغانو او ژوبلو کسانو درملنه کوو. بېلابېلې ژوبلې لکه د ټپونو، د ماتو هډوکو، عفوني یا بداوښتیو ټپونو درملنه کوو."

ګڼو لویدیځو هېوادونو تر زلزلې وروسته له افغانستان سره د مرستې لپاره د میلیونو ډالرو ژمنې اعلان کړي او وايي، چې غواړي زیانمنو ته مرستې په عاجله توګه ورسیږي.

د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیت سجن

د همدې هڅو په لړ کې د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر هرجیت سجن پرون ویلي، چې د کاناډا حکومت د ترهګرۍ ضد قانون کې د بدلونونو په لټه کې دی څو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره «انعطاف» رامنځته شي.

کاناډا د طالبانو له واکمنېدو ان څو کاله مخکې په ۲۰۱۳ کال کې طالبان د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړل.

د کاناډا دا پرېکړه چې قانوني مصوبه باندې بدله شوه په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د کاناډا د مرستندویه موسسو او بنسټونو د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د راپورونو له مخې په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په پایله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.