ایران سر له ننه د اقامې نه درلودونکي افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

په ایران کې د افغان کډوالو انځور

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.

دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړي چې د اقامت اسناد نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شي چې بې اسناده افغانان په کار وګوماري.

د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د سرطان نهمه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلي.

خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغانان ایران او دوه نیم لکه پاکستان ته کډوال شوي دي.