اوچا له افغان زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه وکړه

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله نړېدلی کور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کونکې ادارې یا اوچا د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه پیسې له هغو ۳۶۲ زره کسانو سره د مرستې لپاره غواړي، چې په افغانستان کې د وروستۍ مرګونې زلزلې په ځپل شویو سیمو کې اوسي او زیانګالي دي.

اوچا په یوه بل ټویټ کې د زلزله ځپلو سیمو د رغولو له چارو سره د استرالیا د حکومت د یو میلیون ډالرو مرستې خبر هم ورکړی او ویلي یې دي، چې پر دې سربېره استرالیا د ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره د ۱۴۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده.