د امريکا د استازو جرګې غړی: امريکا بېرته افغانستان ته د ور ستنېدو لېوالتيا نه‌لري

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس ګریګوري میکس ویلي چې باید د افغانستان په اړه کار وکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس وايي، د افغانستان په اړه له خپلو متحدانو سره کار کوي.

ګریګوري میکس، چې د دیموکرات ګوند غړی دی، دا خبره پرون (چهارشنبې) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مرکز سره په مرکه کې وکړه.

د کانګریس یوه بل غړي ازادي راډیو ته وویل چې د داسې وضعیت، چې اوس افغانستان ورسره مخامخ دی، پلوی نه و.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس ګریګوري میکس ویلي چې باید د افغانستان په اړه کار وکړي.

ده د ازادې اروپا / ازادي راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان د دوحې موافقې ته درناوی ونه کړي، امریکا څه کولی شي؟ وویل: ؛دلته زموږ له متحدانو سره کار کول ډېر مهم دي او یوازې د امریکا موضوع نه ده. نو موږ خبرې کوو او له پاکستانیانو، قطریانو او ازبکستانیانو سره خبرو ته دوام ورکوو. دا ټول هXوادونه زموږ په شان ګټې لري او هڅه کوي د هغه څه په اړه ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې پېښېږي، د پام وړ تفاوت شته."

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوریپال غړي مایکل مک کاول وویل، دوی د داسې وضعیت چې افغانستان اوس ورسره مخامخ دی، پلوي نه ول.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه له اتلس میاشتې خبرو وروسته د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ نېټه لاسلیک شوه.

دې موافقې هماغه مهال له یوې خوا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیلې وغوړولې خو له بلې خوا یې جدي اندېښنې وزېږولې.

تېر کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د اګست په ۱۵ د طالبانو لاس ته د کابل له ورتلو وروسته ميلیونونه افغان نجونې له زده کړو بې برخې شوې، د اکثرو دولتي ادارو دروازې د ښځینه کارکوونکو پرمخ بندې شوې او لکونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوریپال غړي مایکل مک کاول وویل، دوی د داسې وضعیت چې افغانستان اوس ورسره مخامخ دی، پلوي نه ول.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان ته د ستنېدو لېوالتيا نه شته

ده پرون (چهارشنبه/ د مې ۲۵ مه) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره په مرکه کې وویل: "په دواړو ګوندونو( جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو) کې ډېر خلک ( له افغانستانه) د وتلو پلویان وو، خو نه له قید او شرطه پرته طالبانو ته د یوې تسلیمۍ په څېر. اصلي ستونزه ( له افغانستانه) د وتلو څرنګوالی و. امریکایان شاته پرېښودل شول، زموږ افغان همکاران په میدان پریښودل شول چې وروسته طالبانو ووژل. نجونې چې هیڅکله یې تر داسې سختو شرایطو لاندې ژوند نه و کړی، اوس په همداسې شرایطو کې ژوند کوي. د افغانستان نیمایي وګړي په نیستۍ کې ژوند کوي او خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ دي. زه شخصا فکر کوم چې د بګرام د هوایي اډې او په افغانستان کې د یو شمېر سرتېرو ساتل مناسب کار وو، د ثبات د ساتنې لپاره زموږ د ۲۵۰۰ سرتېرو او د ناټو د ۶۵۰۰ سرتېرو ساتلو کم لګښت غوښت."

ده په عین حال کې وویل چې فکر نه کوي چې امریکا دې لېواله وي چې بیا دې افغانستان ته وګرځي.