د طالبانو په واکمنېدو سره عدالت غوښتونکي له کومو ننګونو سره مخ دي؟

په کابل کې د طالبانو غړي

د عدالت غوښتونکو شورا وايي، له کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د دوی کارونه تر ډېره ټکني شوي دي.

دغې شورا تر دې مخکې له بېلابېلو مدني ټولنو، خبریالانو، ځوانانو او قومي شوراګانو سره یوځای په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د ټینګېدو لپاره هڅې کولې.

زموږ همکار، د افغانستان د عدالت غوښتونکو شورا له عمومي مشر، جمعه خان عمرخېل سره مرکه کړې ده.

په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې،چې پر افغانستان د طالبانو د ولکه له بیاټینګولو وروسته د دوی د عدالت غوښتنې هڅې له څومره خنډ او ځنډ سره مخامخې دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

جمعه خان عمرخېل سره مرکه