په غزني کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې یوځل بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
باختر خبري آژانس د غزني د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول سیداسحق صالح غزنوي له قوله خبر ورکوي چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یوبل ټپي شوی دی.
په تېره کب میاشت کې د غزني ښار په قره باغي سیمه کې هم د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان ووژل او یوبل یې ټپي کړ.
له غزني پرته د هېواد په نورو ولایتونو کې هم په دې وروستیو کې د ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.