د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

'اومر': تېرو ۲۰ کلونو کې پر زر کیلومټره مربع ځمکه ماینونونه کرل شوي


یو شمېر ماین پاکانې
یو شمېر ماین پاکانې

د اومر په نوم د ماین پاکونې موسسه وايي، په تېرو شلو کلونو کې په شااوخوا زر کیلومټره مربع ځمکه کې ماینونونه کرل شوي دي.

د دغې موسسې عملیاتي مسوول فضل رحیم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نوي اېښودل شوي، ماینونه د پخوانیو پرتله خطرناک دي.

د راپورنو له مخې په تېرو شلو کلونو ډېری ملکیانو ته د ماینونو په چاودونو کې ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

د غزني ولایت د قربان ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله چې د ملي پوځ سرتیری و، اته کاله وړندې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې سترګې ړندې شوې.

نعمت الله ازادي راډيو ته وویل چې د دندې پر مهال په چاودنه کې یې دواړه سترګې له لاسه ورکړې او یو شمېر ملګري یې ټپيان او ووژل شول: "د ټولي قوماندان وم، رتبه مې برید مل وه، اته کاله وړاندې د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د دندنې پر مهال مې د ماین په چاودنه کې دواړه سترګې ړندې شوې او کرار په کور ناست یم، خپلې راتلونکي ته سخت اندېښمن یم."

نعمت الله وايي، په جګړو او ماین چاودنو کې یې څلور نور وروڼه هم وژل شوي او دم ګړۍ د ۲۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي.

دا یوازې نعمت الله نه دی چې ماین چاودنې یې د لید ستر نعمت ورنه اخیستی، بلکې د سرپل اوسېدونکی ګلبدین هم د ماین په چاودنه کې په دواړو سترګو وړوند شوی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په ملي اردو کې د ټولي قوماندان و او په هلمند کې د ماین په چاودنه کې معیوب شو، دی هم وايي، اوس د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري.

دوی دواړه خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دي او له طالب چارواکو غواړي چې اېښودل شوي مایونه بېرته وباسي، څو نور افغانانو د دوی پر برخلیک اخته نه شي.

د ماین پاکونې د موسسو مسولین وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا اېښودل شوي، ماینونه افغانانو ته یو جدي ګواښ دی.

د اومر په نوم د ماین پاکونې موسسې عملیاتي مسوول فضل رحیم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تازه ماینونه تر ډېره په کلیو، ولسوالیو او د تګ راتګ په لارو کې اېښودل شوي، نوځکه خطرناک هم دي.

ځینې ماین پاکانې
ځینې ماین پاکانې

ښاغلی رحیم زیاتوي: "شپږ سوه کیلومټره د روسان د وخت پاتې وو او شااوخوا زر کیلومټره مربع ځمکه کې نور ماینونه خښ کړای شوي چې اوس مهال شااوخوا شپږ سوه کیلومټره مربع ځمکه ماینونو نېولې ده."

نوموړی زیاتوي دا چې اوس نسبي کراري راغلې، ممکن بې ځایه شوي کورنۍ یو ځل بیا خپلو مېنو ته ستانه شي چې د دوی لپاره ماینونه اوس هم یو جدي ګواښ او لویه ستونزه ده.

د ماین پاکونې د دغه موسسې مسوولین وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړو له امله دوی سم کار ته نه و پرېښودل شوي، د ښکېلو خواوو له لوري ورباندې مرګوني حملې شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه په تېرو دوو لسیزو کې د اېښودل شویو مایونو د شنډولو په اړه د طالبانو نظر هم را واخلي، خو له ژمنې سره-سره بیاهم دوی په دې اړه ازادي راډيو ته ځواب ورنه کړ.

د ماین پاکونې موسسې مسوولین هم وايي، تر اوسه طالب چارواکو له دوی سره د ماینونه د شنډولو او له منځه وړلو په تړاو اړیکه نه ده کړې.

په ملي او نړیواله کچه د موندنو له مخې په تېرو دوو لسیزو کې تر ډېره ملکیانو ته د سړک غاړې ماین په چاودنو کې درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي.

د دغو پېښو تر ټولو وروستۍ یې نږدې یوه میاشت وړاندې په پکتیا کې د سپرلۍ په موټر د ماین چادونه وه چې له امله یې د یوې کونۍ ۱۳ غړي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG