په کندهار کې د نخي او پشمي فابریکو بیا فعالولو هڅې پیل شوي

په کندهار کې د نساجي فابریکې يوه څنډه

په کندهار کې د نساجې په نوم د نخي او پشمي فابریکو د بیا فعالولو هڅې پيل شوي.

یو مهال په دې فابریکو کې نږدې لس زره کسانو کار کاوه خو له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې يې دروازې تړل شوي دي.

بلخوا د کندهار د صنعت او کانونو خونه وايي، چې دولت دې په دې برخو کې له خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړي.

نور حال زمونږ د خبریال په راپور کې واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور