د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي

آرشیف- په کابل کې د ایران سفارت مخته اعتراض کوونکي

د طالبانو د حکومت، ایران، پاکستان او ملګروملتونو د چارواکو ترمنځ به د کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللار ورته وموندل شي.

د دې غونډې په اړه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د تورونو په عکس العمل کې د افغانستان په څو ولایتونو کې مظاهرې وشوې.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي، د ملګروملتو د کډوالو د لوی کمېشنر، افغانستان، ایران او پاکستان د استازو په غونډه کې به په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د پای ته رسېدو پر لارو او د یوه داسې مکیانېزم د موندلو پر لارو خبرې وشي چې په دغو هیوادونو کې له ثبت او اسنادو پرته اوسي.

راپورونه وايي چې په وروستیو اتو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانانو ایران ته پناه وړې ده.

په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد سلوک له کبله د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

ارشیف: له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو انځور

د دې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، په ایران سربېره په پاکستان، ترکیې، متحده‌ایالاتونو، بریتانیا او ابوظبۍ کې هم د افغان کډوالو او پناه‌ غوښتونکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

مېرمن حمیدي په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند په اړه ازادي راډیو ته وویل، افغان کډوال د ایران د سرحدي پولیسو له‌ خوا د برچې په خولهبېرته خپل هېواد ته استول کېږي.