د امریکا ولسمشر جو بایډن اداره به لسګونو زرو افغانانو ته چې وروستیو اوو میاشتو کې امریکا ته لېږدول شوي وو او دایمي اقامتیې نهدرلود، متحده ایالاتو کې د اوسېدو ۱۸ میاشتنی اقامت ورکړي.
له دې پروګرام سره سم به ۷۲ زره ۵۰۰ افغانان په امریکا کې د کار کولو او موقتې استوګنې اجازه ترلاسه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، شااوخوا ۲ زره افغان محصلانو، د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکو او هغو کسانو ته چې په سیاحتي ویزه امریکا ته ورغلي او بېرته افغانستان ته تللی نهشي، هم په امریکا کې د هستوګنې اجازه ورکول کېږي.
له دې سره به دا کسان په امریکا کې د کار اجازه هم ترلاسه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر الیاندرو مایورکاس (Alejandro Mayorkas) په وینا، د دې اعلان معنی دا ده هغه افغانان چې تېر کال د ګډوډۍ په منځ کې له رسمي پروسې پرته او بې له دې چې امنیتي سابقهیې وڅېړل شي امریکا ته راوستل شول، له امریکا څخه نهایستل کېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر الیاندرو مایورکاس
د کډوالو ملاتړو او یو شمېر سیاستوالو د ولسمشر بایډن پر حکومت فشار راووړ چې په امریکا کې د افغانانو د اوسېدو موده اوږده کړي ځکه چې اکثره بېرته خپل هېواد ته تللی نهشي او که ولاړ هم شي د افغانستان وضعیت ښه نهدی.
د روانې اوونۍ په پیل کې د بایډن حکومت اعلان وکړ چې اوکراینیانو ته د امریکا موقته ویزه ورکوي.
د تېر میلادي کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر ۱۲۴ زره ډېر افغانان د امریکا او د دغه هېواد د متحدو هېوادونو له لوري له افغانستان څخه وایستل شول چې اکثرهیې امریکا ته لېږدول شوي دي.