د افغان ښځو اندېښنو ته د نجونو، ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا استازې ځواب

د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون او د وسله‌والو طالبانو غبرګون

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري هغه اندېښنو ته ځواب ویلی چې افغان ښځې ورسره مخ دي.

مېرمن امیري پر دې دندې له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل په خپله ټویټرپاڼه افغان نجونو او ښځو ته ډاډ ورکړی چې په ستونزو یې خبره ده.

اغلې امیري لیکلي: "د یوې ښځې او مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې په افغانستان کې ښځې او د هغوی ماشومان د بشري ناورین دروند بار زغمي."

مېرمن امیري دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې دنده وګمارل شوه.

د هغې پر وړاندې لویه ننګونه د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د هغو لاسته راوړنو خوندي کول دي چې اوس د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري

"کار، ډوډۍ او ازادي" په کابل کې د تېرې شنبې په ورځ د یو شمېر ښځو د شویو لاریونونو شعار و. هغه چې د ښځو د حقونو فعالانې یې بنسټیزې غوښتنې یادوي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي.

د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپل‌زۍ د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري غواړي چې د افغان ښځو دا غوښتنې له پامه ونه‌غورځوي او خوندیتوب ته‌یې ډېر پام وکړي.

دا وايي: "ټول پوهېږو چې دوی له ښځو سره تاوتریخوالی کوي. ان د ښځو هغه لومړني حقونه چې زده‌کړه او له کوره دباندې د تلو حق دی، ترې سلب شوی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ افغان ښځو ته پاملرنه وکړي."

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج بیا وايي، افغان ښځې یوازې خپل مشروع حق غواړي او داسې هېڅ غوښتنه نه‌لري چې د اسلام او افغاني کلتور سره ټکر کې وي.

اغلې سراج زیاتوي: "افغان ښځې هر څه ته اړتیا لري. زده‌کړو ته اړتیا لري، کار ته اړتیا لري، پیسو ته اړتیا لري، د تګ راتګ ازادۍ ته اړتیا لري چې له یو ځای بل ځای ته ولاړې شي. هغه ډول چې نارینه ورته اړتیا لري. داسې څه ځانګړي نه‌شته چې افغان ښځې یې باید حتماً ولري، بلکې دا ټول باید ولري."

د ښځو حقونو فعاله محبوبه سراج

د طالبانو حکومت له پیل راهیسې افغان ښځو او نجونو د دې حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په ځلونو لاریونونه هم کړي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی و، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د دې ټولو د له‌منځه تلو په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

د طالبانو حکومت د واکمنۍ له پیل سره سم، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو په تګ بندیز ولګول شو. تر خوا یې په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار محدود شوی او په لوړو دولتي پوسټونو هم هېڅ ښځه نه‌ده ګمارل شوې.

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت وايي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمن دي او ژر به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د دوی د تلو اجازه هم ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو یو له مهمو شرایطو بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمنتیا ده، هغه چې د طالبانو د حکومت وروستیو وضع شویو اصولو یې د نه‌منلو اندېښنې زیاتې کړي.