د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

کابل کې د سلګونو ښځو او نارینه‌وو لاریون: کنګل شوې بانکي زېرمه دې خوشې شي


ارشیف، کابل کې مظاهره
ارشیف، کابل کې مظاهره

سلګونه ښځو او نارینه‌وو نن چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په کابل کې په دوو جلا جلا سیمو کې په دغه هېواد کې د اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او لوږې په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو دغه شان د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادولو غوښتنه وکړه.

د لاریون کوونکو یوه ډله چې شمېر یې محدود و، ښځې وې زنبق څلور لارې کې راټولې شوې وې.

لاریون‌والې وايي، د ژمي سړې هوا، خراب اقتصادي وضعیت، بې‌وزلۍ او لوږې اړې کړي چې سړک ته راووځي او خپل غږ پورته کړي.

د لاریون کوونکو یوه ډله چې شمېر یې محدود و، ښځې وې زنبق څلور لارې کې راټولې شوې وې.
د لاریون کوونکو یوه ډله چې شمېر یې محدود و، ښځې وې زنبق څلور لارې کې راټولې شوې وې.

د لاریون یوه ګډونواله مرضیه انوري وايي: "افغانان د بل هر وخت پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. نړۍ ‌باید په دې وضعیت چپه او بې‌طرفه پاتې نه شي. دوی باید له هېڅ ډول انساني مرستې هم ډډه ونه کړي."

د یادونې وړ ده چې په دې تړوا مخکې هم لاریونونه شوي او د طالبانو حکومت هم په وار- وار له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي، خو د سپینې ماڼۍ ځواب دا دی چې دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او دوی په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په هم‌غږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوي.

لاریون کوونکو ښځو د طالبانو له حکومته هم وغوښتل چې خپلو خلکو ته د دندو فرصتونه برابر او بې‌کاري له‌منځه یوسي.

دوی په حکومت کې د مسلکي او ژمنو کسانو د ګمارنې غږ هم وکړ او ترخوا یې له طالبانو وغوښتل چې له نړۍ سره دې د هېڅ ډول مشروع جوړجاړي مخالفت نه کوي.

که څه هم په کابل کې د ننني لاریون ګډون‌والو ښځو ته اجازه ورکړل شوه چې د ارګ تر دروازو ولاړې شي او خپل غږ پورته کړي، خو پرون یو شمېر لاریون کوونکو ښځو ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې طالبانو یې د لاریون مخه ونیوله.

په پروني لاریون کې ښځو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول، خو طالبانو یې تیت او پرک کولو لپاره هوايي دزې هم وکړې.

هاخوا نن د کابل په دارالامان کې هم سلګونه نارینه‌وو د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانانو په ټولنیز او بد بشري وضعیت اندېښنه وښوده.

لاریون کوونکو له نړیوالو بنسټونه وغوښتل چې افغانستان سره داسې چلند و نه کړي چې یو بل ناورین ته زمینه برابره کړي.

لاریون کوونکو ښځو د طالبانو له حکومته هم وغوښتل چې خپلو خلکو ته د دندو فرصتونه برابر کړي.
لاریون کوونکو ښځو د طالبانو له حکومته هم وغوښتل چې خپلو خلکو ته د دندو فرصتونه برابر کړي.

د لاریون یو برخه‌وال قادرشاه انصاري وویل: "زموږ افغانان په ډېرو سختو کړاوونو کې ژوند کوي. د دې کړاوونو د پای لپاره زموږ راټولېدل او په حقه لار درېدل او د خپلو حقونو غوښتل، موږ او تاسې یو با ثباته ټولې او با ثباته حکومت ته رسولای شي."

لاریون کوونکو د طالبانو له حکومت هم غوښتنه وکړه چې د خلکو د اساسي حقونو او انساني کرامت ساتنه وکړي او دا امر دې په ټول هېواد کې له کوم توپیر پرته پر خپلو ځواکونو عملي کړي.

د طالبانو له حکومت مو د خلکو د غوښتنو په اړه ځواب وغوښت، خو ویاندویانو یې څه و نه ویل.

په ورته وخت کې د لاریون‌والو او اعتراض کوونکو په ځپلو د مخکني جمهوري نظام د پرځېدلي حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح نیوکه کړې.

هغه په خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د اعتراض ځپل د استعمار یو له پخواني رواني جنګونو، د ۴۰ میلیونه انسانانو شعور ته توهین او د اسلام د مبارک دین له لارښوونو سره مستقیماً تضاد کې دي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د ښاغلي صالح د خبرو په اړه هم غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې یې ویاندویانو ویلي، د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي او د توپیري چلند مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG