د 'ترویکا پلس' غونډې پای او د افغانستان پر جدي وضعیت د ګډونوالو اندېښنه

ارشیف، د ۲۰۲۰ کال ډسمبر میاشت کې په اسلام‌اباد کې د طالب پلاوي او پاکستاني چارواکو غونډه

د ترویکا پلس نننۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په یوه ۱۵ ماده‌ییزه اعلامیه پای ته ورسېده.

دې غونډه کې چې نن په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو ګډون درلود او د افغانستان په وروستي وضعیت‌یې بحث وکړ.

دوی په سر کې د افغانستان د جدي بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانانو د کلک ملاتړ غوښتنه‌یې کړې ده.

د غونډې ګډونوالو له طالبانو مننه کړې چې افغانستان ته او له افغانستانه بهر یې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي او د بشري مرستو الوتکو ته‌یې هوایي ډګرونه پرانیستي.

ارشیف، د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او یو شمېر نور چارواکي

د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی هم نن پاکستان کې و او له چارواکو سره‌یې لیده کاته کړي دي.

د ترویکا پلس غونډې ګډونوالو په طالبانو غږ کړی چې یو داسې پراخ‌بنسټه او ټول‌شموله حکومت رامنځته کړي چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

دوی ویلي، ښځې او نجونې باید د ټولنې په هره برخه کې ګډون ولري.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان ښځې او نجونې باید په هره کچه تعلیم ته لاسرسی ولري او له طالبانو یې وغوښتل چې په ټول هېواد کې تعلیم ته د مساوي لاسرسي زمینه برابره کړي.

د اسلام‌اباد د غونډې ګډونوالو د افغانانو د لاسنیوي په برخه کې د نړیوالو بېړني ګامونه ستایلي، خو د ممکنه اقتصادي سقوط او د کډوالۍ د نوې څپې خبرداری یې ورکړی دی.

ارشیف، بوسنیا هرزګوېنا کې یو شمېر افغان کډوال

پر بشري وضعیت سربېره غونډه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي.

دوی د داعش له‌خوا وروستۍ خونړۍ حملې غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې ونه‌پالي او د پښې ځای ورته پیدا نه‌کړي.