په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو بیا زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی.
له څو اوونیو د کرونا یوه بله چټک خپرېدونکې بڼه په ځينو هېوادونو کې کشف شوې چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو ورځنی شمېر زیات شوی.
دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو (Hans Kluge) پرون یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.
ده وویل: "د اروپا د ساحې په ۵۳ هېوادونو کې د کرونا د خپرېدو اوسنی سرعت د زیاتې اندېښنې وړ دی. د «کووېډ-۱۹» پېښې یو وار بیا د ریکارډ تر کچې رسېږي. چټک خپرېدونکې دېلتا بڼه په ټوله اروپا او منځنۍ اسیا سیوری غوړولی. موږ د وبا د بیا رامنځته کېدو په یوه خطرناکه موقعیت کې یو. اروپا یو وار بیا د کرونا وبا د خپرېدو له پلوه هغه ځای ته رسېدلې چې یو کال مخکې وو."
د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر دا خبرداری داسې وخت ورکړ چې په اوکرائین او روسیه کې دا څو ورځې د ریکارډ په کچه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي. ورسره د مړینو کچه هم په بېسارې کچه لوړه شوې ده.
روسیې پرون د نږدې ۱،۲۰۰ کسانو مړینه راپور کړه. درې پرلهپسې ورځ همدې حدودو کې خلک هلته مړه شوي. همداراز روسي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا د څه باندې ۴۰ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ.
د اوکرائین د روغتیا سکټور هم تأیید کړې چې هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۷ زره کسان په کرونا اخته شوي دي.
په ټوله کې د اروپا ختیځه برخه د لږ معافیت د ترلاسه کولو یا پهکې د کمو خلکو د واکسينېدو له امله د کرونا د بیا اوج ته رسېدو له خطر سره مخ بلل شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو په خپل پروني کنفرانس کې دا هم وویل چې که د کرونا وبا مثبتې پېښې همداسې په چټکۍ زیاتې شي، لیرې به نهوي چې د ده په خبره تر فبروري پورې نیم ملیون نور کسان د کرونا په خاطر له لاسه ورکړو.
اروپا تر څو دورو قرنطینونو او ښاربندیو وروسته دا وروستۍ درې میاشتې بندیزونه تر ډېره کم کړل، خو معلومه نهده چې د کرونا د چټک خپراوي د مخنیوي لپاره بېرته پخوانیو بندیزونو ته ورګرځي که څنګه.