پنټاګون په کابل کې د ۱۰ ملکي وګړو د وژنې له امله بښنه غوښتې ده

Your browser doesn’t support HTML5

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، چې یوې څیړنې ثابته کړې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې د امریکايي ځواکونو د هوایي برید قربانیان ملکي وګړي وه. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندي قوماندان جنرال مک کینزي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې غلطۍ او "غمیزې" مسوولیت مني. هغه د قربانیانو خپلوانو ته خپله خواخوږي وړاندې کړه او ویې ویل چې هغه د دې لپاره "په کلکه بښنه غواړي" د اګست په ۲۹ مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه کور هوايي برید د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل.