د اسراییلو پر ټانکر برید؛ بریتانیا: ایران باید چې څه کرلي یې دي ورېبي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د عمان په سواحلو کې د اسراییلو پر یوې اړوندې ټانکر بېړۍ د حملې پر مهال د یو بریتانوي وګړي له وژل کېدو وروسته پرون دوشنبې (د زمري ۱۱مه) په لندن کې د ایران سفیر محسن بهاروند د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

پر دې بېړۍ د پنجشنبې په ورځ د عمان سواحلو ته نژدې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو چې اسراییلي، امریکايي او بریتانوي چارواکو یې پړه پر ایران اچولې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران باید هغه اقدامات چې نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ پېښولای شي، سمدستي بند کړي.

په دې اړه نور: امریکا وايي د اسرائیلو پر یوې تېل وړونکې بېړۍ د ایران د برید مناسب ځواب ورکوي

د بریتانیا صدراعظم د دې بیان له خپرېدو لنډه شېبه وروسته خبریالانو ته وویل چې ایران باید هغه څه چې کرلي یې دي ورېبي.

بوریس جانسن د اسراییلو پر دې اړوندې تېل وړونکې بېړۍ برید د نه منلو وړ او ټکان ورکوونکی کار وباله.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وویل چې ایران باید هغه څه چې کرلي یې دي، ورېبي.

په دې برید کې د ټانکر بېړۍ دوه تنه عمله چې یو د بریتانیا او بل د رومانیا وګړي وو، ووژل شول.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په تهران کې د بریتانیا د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د هغه څه په خاطر یې اعتراض ورته وړاندې کړ چې تهران د بریتانیا متناقضې او د وارخطایۍ څرګندونې بللې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دا هېواد به د پر وخت، مناسب او غوڅ ځواب په ورکولو سره د هر راز پاروونکو اقداماتو پر وړاندې خپله دفاع وکړي. په بیان کې راغلي، دا لومړی ځل نه دی چې بریتانیا د شواهدو له وړاندې کولو پرته پر ایران تورونه لګوي.

په دې اړه نور: عُمان کې د اسراییلو پر ټانکر برید؛ اسراییل ایران 'د ترورېزم صادروونکی' بللی

له بلې خوا د اسراییل دفاع وزیر هم پرون د دې هېواد پر اړوندې بېړۍ د برید په اړه چې یو ځل بیا یې ایران ګرم پرې وباله، د نړیوالو د اقدام غوښتنه وکړه.

اسراییلو ادعا کړې ده چې ایران تېر کال هم د بېلابېلو هېوادونو پر بېړیو لږ تر لږه پنځه حملې کړې دي. د اسراییلو دا ادعا هم ایران په پرله پسې ډول رد کړې ده.