د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

امریکا وايي د اسرائیلو پر یوې تېل وړونکې بېړۍ د ایران د برید مناسب ځواب ورکوي


د اسرائیل د زودیاک شرکت میرسر کښتۍ
د اسرائیل د زودیاک شرکت میرسر کښتۍ

له اسرائیل او بریتانیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو هم ایران د یکشنبې په ورځ، د عمان په سواحلو کې د اسرائیلو په یوې تېل وړونکې بېړۍ باندې په مرګوني برید تورن کړ او ژمنه‌یې وکړه چې دغه برید ته به مناسب ځواب ورکړل شي.

دا ګواښ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې ورکړی.

ښاغلي بلېنکن ویلي: "د شته معلوماتو په ارزولو سره موږ ډاډه یو چې ایران دا برید ترسره کړی دی."

ښاغلي بلېنکن په دغه بیان کې زیاته کړې چې دغه برید لپاره هېڅ توجیه نه‌ده موجوده او متحده ایالاتو له خپلو ملګرو سره پر راتلونکو ګامونو غور کوي او هم د سیمې له هېوادونو سره د دغه برید د مناسبه ځوابولو لپاره په خبرو بوخت دی.

له بلېنکن لږ مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب هم ویلي لندن باور لري چې په دې تېل وړونکې بېړۍ د برید تر شا ایران لاس درلود او دا یو عمدي برید او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د بریتانیا حکومت د زمري په اوومه/جولای ۲۹مه نېټه د عمان په اوبو کې د اسرائیلي تېل وړونکې بېړۍ باندې تر برید وروسته غلی وو، خو ښاغلي راب تر دې برید دوه ورځې وروسته یکشنبه وویل دا برید چې په‌کې د یوه بریتانوي وګړي په ګډون دوه تنه وژل شوي د ایران ډرون (بې‌پیلوټه) الوتکې کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې چې اسرائیل او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ هغه د ډرون حمله یاده کړې، د اسرائیل د زودیاک شرکت میرسر کښتۍ زیانمنه شوه او دوه کسان چې یو یې د بریتانیا و او بل‌یې د رومانیا ووژل شول.

ښاغلي راب دا برید "بې‌رحمانه" وباله او ویې‌ویل چې بریـتانیا له خپلو متحدینو سره مشوره کوي ترڅو "د نه‌منلو وړ دغه برید" ته ځواب ووایي.

په ورته وخت کې د اسرائیل د پوځ لوی درستیز جنرال اویو کوخاوی له خپل بریتانوي سیال نیک کارټر سره په دې مسئله خبرې کړي.

د اسرائیل اردو په یوه بیان کې وویل چې دواړو لورو په سیمه کې وروستي پرمختګونه او دواړو هېوادونو ته متوجې ګواښونو په اړه بحث کړی. په خبرپاڼه کې د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنت یکشنبه د کابینې په غونډه کې وویل: "زه په پوره ډاډ سره وایم چې ایران په دې کښتۍ باندې برید ترسره کړی دی."

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنت
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنت

نفتالي بنت وویل نړیواله ټولنه باید ایران پوه کړي چې لویه تېروتنه‌یې کړې ده، خو ایران بیا په دې تېل وړونکې کښتۍ باندې په برید کې لاس لرل رد کړي او د اسرائیل تورونه‌یې بې‌ځایه بللي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده یکشنبه وویل: "دا څرګندونې په کلکه غندل کېږي. هغه رژیم چې بیت‌المقدس یې نیولی دی (اسرائیل ته اشاره کوي) باید پوه شي چې دا ډول وړاندوینې به‌یې هېڅ ناروغي جوړه نه‌کړي."

ایران تر دې مخکې ان په نړیوالو اوبو کې بېړۍ چلونې ته په ګواښ جوړولو تورن شوی دی او په وار وار داسې پېښې شوي چې د ایراني ځواکونو له‌خوا د بېلابېلو هېوادونو بېړۍ یا درول شوي یا خطر ورته پېښ شوی.

XS
SM
MD
LG