د نورستان والي: سیلابونو ۱۷۳ کورونه لاهو کړي او ۱۱۳ تنه یې وژلي

نورستان کې راوتلي سیلابونه، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سرې میاشتې په ګډون د مرستو رسولو ۵ ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د غرني نورستان کامدېش ولسوالۍ کې سېلابونو نه یوازې دا چې لسګونه کورونه په اوبو لاهو کړي، بلکې ځاني زیان یې هم لوړ دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، سېلابونو د کامدېش ولسوالۍ په مېردېش کلي کې لږ تر لږه۱۷۳ کورونه په اوبو لاهو کړي چې له امله یې ۱۱۳ تنه مړه شوي دي.

د ښاغلي عبدالقیوم په خبره، د ځاني زیان ترڅنګ، سېلابونو پراخ مالي زیان هم اړولی دی.

نورستان کې سیلابونو لږ تر لږه۱۷۳ کورونه نړولي دي.

د نورستان والي زیاته کړه: ​"۱۲ کیلومټره سړک په بشپړ ډول اوبو لاندې کړی، ۱۱سوه جریبه ځمکه یې تخریب کړې، د اوبو لس ژرندې یې ویجاړې کړي دي یو جامع جومات او لس دوکانونه یې هم ویجاړ کړي، همداراز د مېردېش د ۶ فرعي پلونو ترڅنګ ۱۰ نور پلونه یې ویجاړ کړي دي."

ښاغلي عبدالقیوم د پېښې له کبله د تلفاتو د زیاتېدو خبره کوي، خو د سېلابونو له امله اوس‌ مهال د ورک شوېو او لا درکه کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نه وړاندې کوي.

د نورستان والي وايي، سیمې ته دوی مرستندویه ډلې لېږلي، خو دا چې سېلابونو نږدې ۱۲ کیلومټره سړک هم ویجاړ کړی، له همدې امله د بېړنیو مرستو د رسېدو بهیر ټکنی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په سیمه کې له سېلاب ځپلو سره خبرې وکړي او دوی ته د مرستو او اوسني وضعیت احوال یې واخلي، ټیلیفوني اړیکې یې ورسره روغې نه شوې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سیلابونو له امله د لادرکه شویو په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سرې میاشتې ۵ ټیمونه سیمې ته رسېدلي، څو خلکو ته د لومړینو مرستو د رسولو سربېره، د وضعیت په اړه بشپړ معلومات راټول کړي.

د دې وزارت ویاند تمیم عظیمي ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه سیمه د حکومت د مخالفانو تر کنټرول لاندې ده، زموږ همکاران نه دي بریالي شوي چې هلته ولاړ شي.مخالفانو د توکو د لېږد اجازه نه ده ورکړې، موږ د بشري مرستو رسوونکو همکارانو څخه د مرستې غوښتنه کړې."

په دې اړه نور: د نورستان والي وايي، سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی

ښاغلي عظیمي ډاډ ورکوي چې حکومت به سېلاب ځپلو ته هر ډول مرستې ورسوي او تر خوا یې له مرستندویه او بشري مرسته رسوونکو ادارو غواړي چې د دې پېښې له امله د زیان شویو لاسنیوی وکړي.

نورستان کې راوتلي سیلابونه

که څه هم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د حکومت مخالفان یې سیمې ته د ورتګ مانع شوي دي، خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون جمعه(د زمري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، ټولو مرستندویانو او د دولت بې‌ وسلې مامورینو ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي.

په دې اړه نور: طالبان وايي هر څوک چې د نورستان سېلاب ځپلو ته مرستې رسوي لارې ورته پرانیستي

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندوینه کړې چې د نورستان په ګډون په کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د سختو ورښتو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، له نورستان پرته په بل کوم ولایت کې د ډېر ورښت او د سېلابونو د راوتلو راپور نه دی ورکړل شوی.