د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان دفاع وزیر ډاډ ورکوي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۴ کاله پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
اسدالله خالد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۰» په کابل کې د ۴۳۷ کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې پر دې خبرې له ټینګار سره چې نړېواله ټولنه به افغانستان یوازې پرېنږدي او د پوځ لګښتونه به تمویل کړي، وویل چې د اړتیا پر مهال به بهرنی هوایي ځواک له افغان پوځ سره هوایي مرسته هم وکړي.
ښاغلی خالد زیاتوي: ”تر ۲۰۲۴ کال پورې ستاسې د تعلیم او تربیې، لګښتونو تمویل او وسایلو او وسایطو د تمویل لپاره نړۍ او په ځانګړي ډول ناټو موږ سره قرارداد لري او حتی د اړتیا پر مهال شاید د هغوی هوایي قوتونه له موږ سره په هغه ځای کې چې اړتیا وي مرسته وکړي، خو په تېرو څو میاشتو کې افغان ځواکونو ثابته کړه چې موږ د افغانستان له هرې لوېشتې دفاع کولای شو."

د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد له فارغ شویو کمانډویانو سره د لیدنې پر مهال
ښاغلي خالد له افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې ټاکل شوې افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سې شنبې د غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه وي. د سې شنبې ورځې دا غونډه به انلاین وي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تازه اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
سټولټنبرګ ویلي، د دوی ملکي متخصصان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له افغان ځواکونو سره مالي مرسته کوي.
تر دې مخکي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې یو جګپوړي چارواکي توماس نېکلسن ویلي، دا ټولنه به له افغانستان سره ولاړه وي او له دې هېواده د ځواکونو له وتلو وروسته به هم د نویو شرایطو په چوکاټ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې اړه نور: اروپایي ټولنه: افغانستان سره د نړیوالو ځواکونو تر وتو وروسته هم ملاتړ ته دوام ورکوود افغانستان د دفاع وزیر د کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ چې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.
په ورته مهال د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قوماندان هیبتالله عليزي وویل، دښمن باید سوله وکړي کنه وبه ځپل شي.
ښاغلی علیزی وايي: "زموږ جګړه د سولې لپاره ده، که دښمن سوله غواړي، لاره ورته خلاصه ده او کنه دښمن سره به رحم ونهشي او وبه ځپل شي."

تازه فارغ شوي افغان کمانډویان
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه او تاوتریخوالی پراخ شوي دي.
طالبانو تازه د دغو څرکندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو په تېره کې یې بیا ویلي چې جګړه د دوی لهخوا نهده پراخه شوې، بلکې د افغان دولتي ځواکونو عملیات دوی جګړې ته اړ باسي.