جورج بوش: له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل به سیمه کې تشه رامنځته کړي

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ویستو په اړه د جمهور رئیس بایډن پرېکړې د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش اندېښمن کړی دی.

ښاغلي بوش په خپله نوې مرکه کې چې له فاکس نیوز سره‌یې کړې ویلي، د جمهور رئیس بایډن دا پرېکړه به چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول امریکايي عسکر له افغانستان وباسي، په دې هېواد کې یوه تشه‌ رامنځته کړي.

هغه په دې مرکه کې ویلي: "فکر نه‌کوم چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو ویستل اړین وي. زه سخت اندېښمن یم چې د متحده ایالاتو له حضور پرته به، سیمه کې یو تشه رامنځته شي."

ښاغلي بوش چې فاکس نیوز سره د خپل نوي کتاب اړوند مرکه کوله ټینګار وکړ چې ده تل خبرداری ورکړی چې له رامنځته شوې تشې به هغوی ګټه واخلي چې له ښځو سره د دوهمې درجې وګړو په توګه عمل کوي.

د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش

د امریکا دې پخواني جمهور رئیس زیاته کړې، له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ویستو په اړه‌یې د جو بایډن له پرېکړې وروسته، له یوې افغان مېرمنې رویا محبوبي سره چې اوس په امریکا کې مېشته ده، خبرې کړي او هغې هم پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې.

د جورج بوش له قوله، له همدې کبله دی هم اندېښمن دی.

که څه هم ښاغلی بوش په افغانستان کې د القاعده د پټن‌ځایونو د له‌منځه تلو او د ښځو پرمختګ په دې هېواد کې له مهمو لاسته راوړنو ګڼي، خو زیاتوي "اوس چې د امریکايي عسکرو د ویستو پرېکړه شوې، هیله ده چې سمه وي."

په ورته وخت کې د جمهور رئیس غني د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي، د افغانستان، امریکا او نړیوالې ټولنې سره د نویو اړیکو باب پیل شوی دی.

ښاغلی محمود وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امریکايي عسکرو د ویستو پرېکړې ته احترام لري. موږ له خپلو ستراتېژیکو همکارانو سره د نویو اړیکو فصل د پرانیستو لپاره بشپړ چمتووالی لرو."

د جمهور رئیس غني د ویاند مرستیال لطیف محمود

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل، جورج ډبلیو بوش د خپل هېواد د ملي ګټو پر بنسټ، نظر څرګند کړی، خو د افغانستان ساتنې مسؤلیت د افغانانو دنده ده.

دغه‌شان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا په افغانستان کې د ښځینه‌وو په اړه د ښاغلي بوش اندېښنې پر ځای بولي.

له دوی یوه مونسه مبارز وايي، ښځو په تېرو ۲۰ کلونو کې د زده‌کړې، کار، روغتیايي خدمتونو او نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، خو زیاتوي، دې بریاوو له لاسه وتو اندېښنه هم شته.

اغلې مبارز زیاته کړه: "له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل کولای شي، هغه نسبي امنیت او ارامي چې دې هېواد ترلاسه کړې او همدا ډول په تېرو۲۰ کلونو د ښځو ګډون چې د ډېرو مبارزو په وسیله په لاس راوړل شوی، له ګواښ سره مخ کړي."

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل پیل شوي او د راپورونو پر بنسټ، دا بهیر نږدې ۲۰ سلنه بشپړ شوی دی.

خو له دې سره سره، سولې ته د رسېدو هغه هیله چې د سولې په خبرو پورې تړل شوې، هغه ډول چې اړینه ده بریا نه‌لري او جګړې هم زور اخیستی دی.