د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
  • ګارډین

بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې د امریکايي جنرال مارک میلي له قوله راغلي چې وايي، له بهرنیو ځواکونو وتلو سره ښايي افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې له بدې نتیجې سره مخامخ شي.

مارک میلي د یکشنبې په ورځ وویل چې افغان پوځ او پولیس په ښه توګه مجهز او روزل شوي او په ښه توګه د دوی مشري کېږي، خو له دې خبرې يې ډډه وکړه چې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ پرته د سخت دريځو پر وړاندې د درېدو بشپړه چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ازادي راډیو ته ویلي چې افغان ځواکونه کولی شي خپله خاوره او افغانان خوندي وساتي او دې کار ته چمتو دي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډيو ته ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له بېلابېلو وړتیاوو سره سره، له خپلې جغرافیې سره بلد دي او په وروستیو کې ۹۶ سلنه عملیات دوی په خپله کوي.

دا هغه څه دي چې جنرال ميلي هم په یو ډول په خپلو خبرو کې یاد کړل.

ده وویل چې دې وروستیو کلونو کې افغان ځواکونو پر امریکايي او نړیوالو نظامي سلاکارانو په ډېره لږ اتکا سره عملیات پر مخ وړي.

تردې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د کلیزې پر مهال په یوه اعلامیه کې وویل چې دا ډله په افغانستان کې له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې د امریکا د هڅو په نتيجه کې تر ډېره له پښو غورځول شوې ده.

ګارډين په دې مقاله کې یادونه کوي چې د ترورېزم پر وړاندې پر دغو ټولو هڅو سربېره طالبانو په پاکستان کې له خوندي ځایونو په ګټه پورته کولو سره وکړای شول چې بېرته سره یوځای شي.

  • ګیټ سټون انسټیټیوټ

ګېټ سټون انسټیټیوټ خپرونې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د جوبایډن هغه پرېکړه چې پرته له قید او شرطه له افغانستانه امریکايي ځواکونه باسي، د امریکا د ملي امنیت ستراتيژۍ ته خطر پېښولای شي.

د مقالې لیکوال یادونه کوي چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې که څه هم جو بایډن نړیوال ځواکونه افغانستان ته نه وو لیږلي خو ده هغه مهال د دې اقدام ملاتړ کړی وو.

وروسته په مقاله کې د جو بایډن له قوله راغلي: تاریخ به پر موږ سخت قضاوت وکړي که موږ د یوه ازاد افغانستان هیله یوازي له دې کبله مړه کېدو ته پریږدو چې موږ تر پایه ونه درېدو.

مقاله لیکي، یوازي تاریخ نه بلکه ټول امریکايي متحدان، دښمنان او نړیوال سیالان به د بایډن پر دې اقدام قضاوت وکړي.

لیکوال لیکلي، د امریکا متحدانو چې په افغانستان کې يې نظامي او اقتصادي پانګونه کړې، واک ته د طالبانو له یو ځل بیا رسېدو او وینو تویېدو اندېښنه لري.

ګېټ سټون انسټیټیوټ خپرونې په دې مقاله کې لیکلي چې د افغانستان یوازې پرېښودل به په داسې حال کې د ډېرو هېوادونو په یاد پاتې وي چې د امریکا او استبدادي رژيمونو تر منځ به د انتخاب کوي.

مقاله د سعودي عربستان یادونه کوي چې پوهیږي د بایډن اداره به د ایران پر وړاندې د دوی ملاتړ ونه کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG