له طالبانو یوځل بیا په ستانبول کانفرانس کې د ګډون غوښتنه وشوه
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې د ستانبول په کانفرانس کې ګډون وکړي.
دا غوښتنه په ستانبول کې د افغانستان، ترکیې او پاکستان دبهرنیو چارو وزیرانو له درې اړخیزې ناستې وروسته وشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر که څه هم ترکیه کې و، خو دغه کانفرانس کې یې په انلاین بڼه ګډون وکړ.
له دې وړاندې بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د لومړنیو معایناتو له مخې په کورونا د ښاغلي اتمر د اخته کېدو امکان نه دی رد شوی، نو ځکه یې له خپلو سیالانو سره له نژدې نه دي کتلي.
د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ځینې خبرې دلته اوریدلئ او لیدلی شئ.