له غني او عبدالله سره د بلینکن لیده کاته

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نا اعلان کړي سفر کابل ته راغی. ده په جلا غونډو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره د سولې د بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې. یوه ورځ مخکې تر دې سفر، د امریکا جمهور رییس جو بایډن اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر تر یوولسمې له افغانستانه وباسي.