یو شمېر امریکايي سناتوران: بایډن دې ایران سره اټمي موافقې ته نه ورستنیږي

د ایران یوه اټمي بټۍ

یو شمېر امریکايي سناتورانو پرون جمعه (د وري ۶مه) د امریکا ولسمشر ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته بېرته ور ونه ګرځي.

دوی ولسمشر بایډن ته ویلي چې د دې پر ځای له ایران سره د یوې نوې موافقې هڅه وکړي چې نور موضوعات هم په کې راونغښتل شي.

دا لیک چې ۴۳ سناتورانو لاسلیک کړی، د دواړو ګوندونو؛ دیموکرات او جمهوریپال غړي په کې شامل دي.

دوی لیکلي، پر نورو مسئلو تکتیکي اختلافاتو ته له پامه پرته په دې د نظر یووالی لري چې ایران باید پرې نه ښودل شي چې اټمي وسله ترلاسه کړي.

دغو سناتورانو دا هم لیکلي، د ایران له لوري د هغو تروریستي ډلو ملاتړ چې د امریکا دښمنې دي، بالسټیک توغندي او د سیاسي بندیانو مسئله هم باید له ایران سره په خبرو کې مطرح شي.

یو شمېر امریکايي سناتوران وايي، ایران باید پرې نه ښودل شي چې اټمي وسله ترلاسه کړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دوی اشاره هغو دوه تابعیت لرونکو ایراني – امریکايي بندیانو ته ده چې په ایران کې بندیان دي.

دا لیک اصلاً دیموکرات سناتور رابرټ منندیز او جمهوریپال سناتور لینډزي ګراهام وړاندیز کړی او د ۴۱ نورو سناتورانو ملاتړ یې هم خپل کړی دی.

د لیک اکثره لاسلیک کوونکي هغه سناتوران دي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال یې هم له ایران سره د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي تړون سره مخالفت کړی وو.

تردې وړاندې په یوه لیک کې چې یوازې ۱۰ سناتورانو لاسلیک کړی وو، د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتل شوي وو چې له ایران سره د سترو قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقې ته بېرته ور وګرځي.

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو پخوانیو کاندیدانو سناتورې الزابت وارن او برني سندرز په خپل لیک کې چې تېره میاشت یې ولسمشر بایډن ته لېږلی و، لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د حداعظم فشار د پالیسۍ په چوکاټ کې د ایران پرضد لګول شویو بندیزونو امریکا او ایران د جګړې حالت ته نژدې کړي، سیمه یې بې ثباته کړې او د ایران عام ولس یې ځورولی دی.

اټمي موافقې ته د امریکا د بېرته ستنېدو په ګټه یا مخالفت کې لیکونه په داسې حال کې زیات شوي چې د جو بایډن حکومت په وروستیو ورځو کې په کلکه وویل چې ایران باید د اټمي موافقې د احیا کېدو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې د ایران پر وړاندې د خبرو او دیپلوماسۍ لاره پرانېستې ده او سپینه ماڼۍ تیاره ده چې د اټمي موافقې له نورو غړیو او ایران سره خبرې وکړي.

په دې اړه نور: ډومنیک راب: امریکا او ۳ اروپايي هېوادونه پر ایران او یمن غږېدلي

ښاغلي بلېنکن په عین حال کې وویل چې د جوبایډن حکومت له ایران سره د لا پیاوړې او اوږدې موافقې په لټه کې دی چې د ایران په اړه نورې مسئلې چې امریکا یې په اړه اندېښنه لري، په کې راونغښتل شي.