د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

کانټز: ډېر احتمال شته چې ایران عمان خلیج کې پر اسرائیلي بېړۍ چاودنه کړي وي


ارشیف
ارشیف

اسرائیل وايي، ډېر احتمال لري چې ایران به د هغې چاودنې تر شا وي چې دې اوونۍ کې د عمان په خلیج کې د اسرائیلو په یوې بار وړونکې بېړۍ وشوه.

دا خبره د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني کانټز کړې ده.

د 'اېم.وي. هیلیوس رای' په نوم دا بیړۍ د سعودي له دمام بندره سینګاپور ته روانه وه چې د فبروۍ په ۲۵مه پرې چاودنه وشوه.

د اسرائیلو دفاع وزیر بیني ګانټز د کان په نوم د دې هېواد یوې ټلوېزیوني شبکې ته مرکه کې ویلي، ایران ته نژدې د دې بیړۍ موقعیت دا باور پیاوړی کوي چې ایران د دې چاودنې تر شا لاس لري، خو په وینا یې تر اوسه د دې موضوع تایید ته اړتیا ده.

د 'اېم.وي. هیلیوس رای' په نوم دا بیړۍ د سعودي له دمام بندره سینګاپور ته روانه وه
د 'اېم.وي. هیلیوس رای' په نوم دا بیړۍ د سعودي له دمام بندره سینګاپور ته روانه وه

تر دې مخکې ایران پر اسرائیلو تور لګولی دی چې د نوومبر په میاشت کې یې د دې هېواد د یو اتمي ساینس پوه محسن فخري زاده په وژلو کې لاس درلود او د غچ اخېستو خبرداری یې ورکړی.

د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني ګانټز ویلي، روښانه ده چې ایران د اسرائیلي تأسیساتو او وګړو د هدف ګرځولو په لټه کې دی.

د کان ټلوېزیون د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران له سرې کرښې اوښتی او د اسرائیلو لوړ پوړي دفاعي او سیاسي چارواکي د هغه څه پر وړاندې په مناسب ځواب غور کوي چې اسرائیل یې د ایران څرګند برید ګڼي.

د دې اسرائیلي بېړۍ څښتن د فبرورۍ د میاشتې په شپږویشتمه نېټه وویل، دې پېښې مرګ ژوبله نه درلوده، خو په بیړۍ کې یې دوه سوري رامنځته کړي دي.

دا بیړۍ د بریتانیا په یو ټاپو کې راجستر ده او اوس معلومات ښيي دا مهال یې په دوبۍ کې لنګر اچولی دی.

د اسرائیلو ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد یو پلاوی دوبۍ ته روان شوی، څو پر بیړۍ شوې چاودنه و ارزوي.

د ګلوبل ډراېَد په نوم سمندري امنیت یو نړیوال شرکت ویلي، دا احتمال زیات دی چې ایران به ددې چاودنې ترشا وي.

دا بیړۍ د سعودي عربستان له یو بندره سینګاپور ته روانه وه چې د عمان په خلیج کې پرې دا چاودنه وشوه.

چاودنه په سوریه کې پر ایران پلوو ملېشو د امریکا له هوايي بمباریو سره هم مهاله شوې ده.

امریکا په وروستیو کې د سوریې په ختیځ کې د هغو ایران پلوو ملېشو پر تاسیساتو هوايي بمبارۍ وکړي چې باور دی په عراق کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر اډو یې راکټونه توغولي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني کانټز
د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني کانټز

وروستیو پېښو د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا داسې مهال زیاته کړې چې د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي، له ایران سره ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د هواري غوښتونکي دي.

تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې چې کوم یو لومړۍ اقدام وکړي اختلافونه پاتې دي. ایران غواړي چې لومړۍ پرې د امریکا متحده ایالاتونه بندیزونه لېرې کړي.

هاخوا امریکا تمه لري چې لومړی باید ایران د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره ګام واخلي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې خپل هېواد د ایران سره له اټمي تړون وویست او پر ایران یې بېرته له سره بندیزونه ولګول. دې اقدام ایران اړ کړ چې له هغو ژمنو پرله پسې سرغړاوی وکړي چې د دې تړون له مخې یې کړي دي.

اسرائیل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او نړۍ د شپږ پیاوړو هېوادونو ترمنځ د اټمي تړون له سرسختو مخالفانو څخه وو.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG