ایران اعلان کړی دی چې سر له نننه د خپلو اټمي تأسیساتو ناڅاپي تفتیش ته اجازه نه ورکوي.درېیو اروپایي هېوادونو چې له ایران سره یې په ۲۰۱۵میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړی، د تهران دا پریکړه غندلې ده او دا یې د تهران له کړېو ژمنو سرغړونه بللې ده.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د دغه هېواد د اټمي تأسیساتو له ناڅاپي لیدلو سره یې مخالفت کړی دی.
دا درې اروپایي هېوادونه وایي چې دا د نړۍ له پیاوړیو هېوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د ژمنو یوه برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تر دې مخکې تهران کې خبریالانو ته پرون سې شنبه (د کب ۵مه) وویل چې هغه اضافي پروتوکل چې د ایران د اټمي تاسیساتو د ناڅاپي تفتیش اجازه یې ورکړې وه، هغه بند شو.
ښاغلي ظریف زیاته کړه: "له نن سهاره دا قانون اجرا شوی. هغه لیک کې چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د فبروري په پنځلسمه استول شوی، موږ په رسمي ډول اعلان کړی چې د فبروري له درویشتم سهاره به دا قانون پلی کېږي او د همدې لپاره دا اقدام شوی دی."
د تهران له دې پریکړې سره د ایران او د نړۍ د پياوړیو هېوادونو ترمنځ د شوي تړون په تړاو واټن پسې زیاتیږي. له دې تړونه په ۲۰۱۸میلادي کال کې د امریکا حکومت بهر شو.
د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د سې شنبې (د کب ۵مه) په ورځ وویل، موږ ډېر خواشیني یوو چې ایران سر له نننه اضافي پروتوکل ځنډوي.
په دې اړه نور: ایتالله خامنهای: د اټمي تړون له ښکېلو خواوو عملي اقدام غواړو، نه تشې ژمنېپه دې بیان کې له ایرانه غوښتل شوي دي چې له هر هغه اقدامه چې شفافیت کموي، ډډه وکړي او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د بشپړې او په وخت همکارۍ ډاډ ورکړي.
د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي بیا ویلي دي چې له اټمي قضیې به په شا نه شي او د یوارنیمو د غني کولو هڅې دې زیاتې شي.
وروسته تردې چې په جنوري کې جوبایډن د امریکا ولسمشر شو، د واشنګټن او د هغه لویدیځ شریکان هڅې کوي چې امریکا بېرته له د ایران له اټمي تړون سره یوځای شي او پرې نه ږدي چې ایران اټمي وسلې ترلاسه کړي.
په دې اړه نور: جو بایډن پر ایران د وضع شویو بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې شرط کېښودپه دې ترڅ کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس پرون د هغې موافقې جزئیات بیان کړل چې د اوونۍ په پای کې یې له ایراني چارواکو سره کړې وه.
د دې له مخې تهران منلې ده چې د ناڅاپي تفتیش له لغوه کېدو وروسته به هم تر درېیو میاشتو پورې د یو شمېر څارونکو مخه نه نیسي.
رافایل ګروسي د اټمي څېړنو په ارتباط د امریکا یوه څیړنیز مرکز ته څرګنده کړه چې مهم فعالیتونه به د شوې موافقې تر وخت پورې څارل کېږي.
د ایران بنسټپالو پر ولسمشر حسن روحاني د اټمي تړون لپاره فشار زیات کړی دی.
د دوشنبې په ورځ پارلمان د حکومت پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو ته اجازه ورکوي چې د ایران له اټمي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.