د امریکا پوځي قوماندانۍ: طالبان 'ښکاره' د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل دي

په ارزګان کې طالب وسله وال

امریکا یو ځل بیا طالبان د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل بللي. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' مشر تېره ورځ منځني ختیځ ته د سفر پرمهال ویلي، طالبانو په ښکاره تاوتریخوالی زیات کړی.

جنرال کېنیت مککېنزي ویلي چې داعش هم په واضح ډول ځیني بریدونه کړي، خو په خبره یې د دغې ډلې بریدونه د طالبانو د بریدونو پرتله کمرنګه دي.

مککېنزي زیاته کړې چې داعش او طالبان په ګډه د هېواد په کچه د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه او ځینو ښاري سیمو کې هدفي وژنې کوي.

په دې اړه نور: مککېنزي: افغانستان کې د داعش بریدونه د طالبانو پرتله کمرنګه دي

جنرال کېنیت مککېنزي خبریالانو ته ویلي: "تاوتریخوالی امریکا او یا هم د ناټو ائتلاف ته نه دی متوجه، دا افغان امنیتي ځواکونو او خپله افغانانو ته پېښ دی" او په خبره یې 'په اصولو کې' د طالبانو له خوا کېږي.

له دې وړاندې په افغانستان کې هم د نړیوالو ځواکونو قوماندان ویلي و چې طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راوستلی.

جنرال کېنیت مککېنزي ویلي،داعش هم په واضح ډول ځینې بریدونه کړي

افغان حکومت په وار-وار طالبان د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورن کړي او ویلي یې دي چې دوی د تېرو ژمنیو فصلونو پرتله روان ژمی چې د جګړې موسم نه دی زیات بریدونه کړي.

تازه طالبانو د دغه امریکايي جنرال د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې لویو ښارونو کې یې بریدونه کم کړي او له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې پر مادو یې عمل کړی دی.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج بیا تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، طالب مشرانو خپلو قوماندانانو ته امر کړی، څو په پسرلي او دوبي کې د خپلې جګړې ټول تمرکز د کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو ته واړوي.

په دې اړه نور: "طالبان هڅه کوي پر کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار یرغلیز بریدونه وکړي"

د ښاغلي سراج په خبره، د هېواد په ختیځ کې به د جګړې زور د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالۍ وشي او له دې کار د طالبانو موخه، د خپلو یو شمېر مشرانو لپاره تل‌پاتې او خوندي پټن‌ځایونه پیدا کړي.

د ملي امنیت رئیس زیاتوي، افغان ځواکونه هم د جګړې نوي فصل ته بشپړ چمتووالی لري، څو د طالبانو د دې پلان او د تاوتریخوالي د ډېرېدو مخه ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج

د ملي امنیت رئیس وايي، دې ادارې سیمه کې د استخباراتي اجماع د جوړېدو لپاره د پاکستان او امریکا په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو لکه، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغېزستان او اذربایجان سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو غونډه وکړه.

د ښاغلي سراج په خبره، دې غونډه کې تر ډېره د استخباراتي اطلاعاتو په تبادلې او د منځنۍ اسیا هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په قناعت ورکولو بحث وشو.

د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي، همدا اوس په افغانستان کې د ازبېکستان د اسلامي غورځنګ، د تاجکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان وسله‌والو په ګډون لس زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې د منځنۍ اسیا او ختیځ ترکستان ته د جګړې غځول دي.