حمدالله محب له وان برانټ سره: د طالبانو بریدونه دې ودرول شي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له وان برانټ سره

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د طالبانو بریدونه باید هر څومره ژر ودرول شي. ښاغلي محب دا خبره پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر اندریس وان برانټ سره په کتنه کې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه ټویټ کې لیکي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې په پروسه او په افغانستان کې د امن او ثبات په چارو کې د دې ټولنې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا هم په دې اړه چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیلېدو سره سره شخړې نه دي کمې شوې، اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې اړه نور: اروپايي ټولنه:که طالبان تاوتريخوالي ته دوام ورکړي د نړېوالې ټولنې غوسه راپاروي

ښاغلي کوبیا په یوه ټویټ کې لیکلي، دوه کاله مخکې په افغانستان کې یوازې شخړې روانې وې او د سولې د خبرو څرک نه و، خو کله چې دغه خبرې پیل شوې، د افغانستان ښې راتلونکې ته د خلکو هیلې هم زیاتې شوې، خو د هغه په وینا اوس چې په دوحه کې خلکو د خبرو میز پریښی، افغانستان ته بېرته شخړې ورپاتې دي.

د دواړو اړخونو ترمنځ د خبرو بل پړاو چې د تېرې جنوري میاشتې په پنځمه په دوحه کې پیل شوی، په وروستیو کې په ټپه دریدلی دی.

د افغانستان د دولت مرکچیانو طالبان تورن کړي چې خبرې یې پریښي او سفرونو ته یې مخه کړې ده.

د طالبانو دوه پلاوي په وروستۍ اوونۍ کې تهران او مسکو ته تللې دي.