عبدالله عبدالله: وروستۍ هدفي وژنې د طالبانو کار دی، خو طالبانو رد کړې

آرشیف، په کابل ښار کې یو پوځي موټر پر مقناطیسي ماین ور برابر شوی. December 28, 2020

په دوحه کې د سولې د دوهم پړاو خبرو له پیلېدو او په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو له زیاتېدو وروسته، پر طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې نیوکې مخ په زیاتېدو دي.

تازه د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د معلوماتو پر بنسټ، د هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس دی هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې.

په دې اړه نور: کابل کې ۴ چاودنو ۲ تنه ووژل؛ د جمعیت اصلاح د رئیس وژنې غبرګونونه وپارول

ښاغلي عبدالله نن د سې‌شنبې (د سلواغې ۱۴مه) په ورځ د دې شورا د ښځو چارو کمېسیون د پرانېستې په غونډه کې په دې ډول وژنو اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل: "له بده مرغه معلومات ښيي چې دا کارونه د طالبانو له‌خوا کېږي. د خبرو او مذاکرې مېز معلوم دی. د افغانستان پلاوی هلته دی، هغه ځای دی چې هر بحث او هره غوښتنه دوی لري، باید هلته یې ووايي."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا ټینګار کوي چې هېڅ یو لوری نه شي کولای چې په زور او تاوتریخوالي کولو سره خپلې غوښتنې پر نورو وتپي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه د حل لاره نه ده او هر لوری چې د جګړې د دوام لامل وي، باید مسوولیت او بدې پایلې یې هم ومني.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، دا ډله هېڅ وخت ملکي وګړي موخه نه ګرځوي.

له دې وړاندې امریکا، اروپايي ټولنې، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، ځینو اروپايي هېوادونو لکه المان او فرانسې په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان د هدفي وژنو، د زېربناوو په ورانۍ او د تاوتریخوالي په دوام تورن کړي و.

دوی دوه ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي دوام نړیواله ټولنه غوسه کړې ده.

په دې اړه نور: اروپايي ټولنه:که طالبان تاوتريخوالي ته دوام ورکړي د نړېوالې ټولنې غوسه راپاروي

خو طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې د مدني فعالانو او خبریالانو په وژنه او د زېربناوو په ورانولو کې لاس لرل رد کړل.

د ملي مصالحې عالي شورا د ښځو چارو کمېسیون داسې مهال پرانېستل کېږي چې د دې کمېسیون یو شمېر غړو له ښاغلي عبدالله غوښتي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډې ته پام وکړي او تر خوا یې د لنډمهالي یا مؤقت حکومت په اړه بشپړ وضاحت ورکړي.