د افغانستان حکومت د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، افغانان د ولسواکي په ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلي او دده په وینا نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.
په دې اړه نور: محب: موقت حکومت د پردیو لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لرينوموړی وايي: "مؤقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنی لري، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جارې ساتله."
په ورته وخت کې د ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلا کار وحید عمر د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، شل کاله وړاندې چې افغانستان طالبانو پرېښود، دغه هېواد له اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي پلوه څو ګامه مخ ته تللی.
د نوموړي په خبره، طالبان باید نوی افغانستان وپېژني او ورسره یو ځای شي، او هغه طرحې چې په تاریخ کې محکومې شوي باید نورې وړاندې نه کړي.
وحید عمر د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مرسیتال شېرمحمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون سره وويل: "پرون چې له مسکو نه کوم غږ پورته شو، دا د هغه غږ ادامه ده، چې څه موده وړاندې یې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د انحلال خبره کړې وه، دا هغه غږ دې چې اجازه ورکوي خلک دې مړه شي، افغانستان دې نظام ونه لري، افغانستان دې حکومت او حاکمیت ونه لري، ترڅو د نورو لپاره د لاسوهنې زمینه برابره شي او افغانستان دې تېر تاریخ ته یو ځل بیا ورستون شي."
د افغان ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو سلا کار وايي، طالبان دې پرځای چې د سولې مذاکراتو ته کېني کله له یوې پلازمینې او کله هم له بلې پلازمېنې سر را پورته او نوي خطرونه را پیدا کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي، چې اوسنی ولسمشر به د خپلي دورې تر بشپړېدو وروسته ځای هغه کس ته پرېږدي چې د افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ وټاکل شي.
د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه ازادي راډيو ته وویل، د واک لېږد به د اساسي قانون پر بنسټ ترسره شي.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "افغانان د یوه اساسي قانون خاوندان دي چې اساسي قانون کې د واک لېږد ډېر واضح تعریف شوی، افغانان د نظام له منځه وړل نه غواړي، د نظام جوړښت افغانانو ته په لوړه بیه تمام شوې، هره پرېکړه به د اساسي قانون له مخې کېږي اساسي قانون د ټولو لپاره یو چتر دی."
په دې اړه نور: ولسمشر غني: مؤقتو حکومتونو کې د خلکو وینې تویې شوي او د منلو نه ديدا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته په سفر کې په یوه ناسته کې د سولې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني استعفا او په يو ډول مؤقت حکومت ته د واک سپارلو په اړه ويلي دي: "که نن ورځ اشرف غني له جګړې لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم او نوي حکومت ته د سولې لپاره قرباني ورکړي، موږ چمتو یو په همدې خاطر مذاکره وکړو، ټیم یې چې انتخاب کړی بشپړ صلاحیت یې نه ده ورکړی."
خو د سولې چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د شېر محمد عباس ستانکزي دا ډول څرګندونې د مذاکراتو خلاف بولي.
نوموړې زیاتوي: "د مقابل لوري دا څرګندونې د مذاکراتو د اوصولو پر خلاف دي، د دواړو خواو هره غوښتنه باید د مذاکراتو په چوکاټ کې مطرح او پر هغه بحث وشي، سمه خبره دا ده چې مقابل لوری راشي او په رسمي بڼه د اجنډا پر سر مذاکرات پيل کړي."
اغلې انوري زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی په لازم صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د مذاکراتو لپاره حضور او د رسمي خبرو د پیل لپاره پوره چمتوالی لري.
دا چې د شېر محمد عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې د طالبانو رسمي دریځ دی او که نه؟ ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د سیاسي دفتر نظر ولري خو، بریالۍ نه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د نامعلوم لامل او تر نامعلوم وخته پورې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
په دې اړه نور: د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزويهاخوا دا ځنډ ورسته له هغه کېږي چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر لاسلیک شوې هوکړه له سره کتنه کوي، افغان حکومت د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی او طالبانو ویلي چې له امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دی.