د ټرمپ د ولسمشرۍ ۱۲ ورځې پاتې؛ خو له واکه د ژر لېرې کېدو ګواښ سره مخ دی

ولسمشر ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل استیضاح او له واکه د فوري لېرې کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

له دې سره په یو وخت ډونالډ ټرمپ پرون مازدیګر یوه ویډیو د ټویټرله لارې خپره کړه او په هغې کې یې بې له دې چې د جوبایډن نوم واخلي، وویل چې نوی حکومت به د جنورۍ په شلمه کار پیل کړي.

یوه ورځ وروسته له دې چې د ټرمپ یو شمېر پلویان د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له تاوتریخوالي یې کار واخېست، د استازو جرګې رئيسې ننسي پلوسي او همدا راز په سنا جرګه کې د ډیموکراټ ګوند مشر چاک شومر پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) د امریکا د اساسي قانون د ۲۵مې مادې په استناد د ولسمشر ټرمپ د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

ننسي پلوسي د کانګرس په ودانۍ کې په یوه خبري غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وسله والې بلوا په لمسولو تورن کړ.

ننسي پلوسي ډونالډ ټرمپ د وسله والې بلوا په لمسولو تورن کړ.

ننسي پلوسي همدا راز وویل، که د ولسمشر مرستیال او کابینه د اساسي قانون ۲۵مه ماده عملي نه کړي، ښايي کانګرس استیضاح پیل کړي.

ننسي پلوسي د ولسمشر مرستیال ته تر پرون ماښام پورې وخت ورکړی چې د قانون دا ماده تطبیق کړي.

له بلې خوا په سنا جرګه کې د ډیموکراټ ګوند مشر چاک شومر د کابینې له غړیو او مرستیال ولسمشر مایک پنس څخه غوښتي د اساسي قانون د ۲۵ مې مادې په تطبیقولو ډونالډ ټرمپ له واکه لېرې کړي.

امریکايي رسنۍ وايي چې مایک پنس نه غواړي چې د اساسي قانون دا ماده تطبیق کړي.

تراوسه پورې په امریکا کې د اساسي قانون له دې مادې کار نه دی اخېستل شوی، خو د هغې پر اساس د ولسمشر مرستیال او کابینه په هغه صورت کې چې ولسمشر خپلې دندې اجرا نه کړای شي، مرستیال ولسمشر د ولسمشر ځای نیولی شي.

چاک شومر له مایک پنسه غوښتي ډونالډ ټرمپ له واکه لېرې کړي.

ډونالډ ټرمپ په خپره کړې ویډیو کې ویلي، نوی حکومت به د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه وکړي: "اوس زما تمرکز په دې دی چې ډاډه شم واک په قانوني ډول او بې ستونزې انتقال شي. په دې شېبو کې پر ټپونو د ملهم اېښودو او پخلاینې اړتیا ده."

د ټرمپ دا څرګندونې د ده د مخکنیو څرګندونو خلاف بلل شوي چې د امریکا د نوومبر د درېيمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د بري او په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې کړې وې.

ټرمپ ویلي چې د ټولو امریکایانو په شان د کانګرس پر ودانۍ د حملې په لړ کې په تاوتریخوالي او ګډوډویو غوسه شوی دی.