غني: د سولې په خبرو کې پر افغان ځواکونو هېڅ ډول معامله نه کېږي

ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د وينا پر مهال

په داسې حال کې چې د سولې د مرکچي پلاوي سفر دوحې ته د یوې ورځې لپاره وځنډېد، د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، داسې سوله غواړي چې په هغې کې د خلکو مشارکت او امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ولیدل شي.

محمد اشرف غنی رئیس جمهوری افغانستان

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د دغه هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، د داسې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا ته زمینه برابره او اردو د دفاع یوازينۍ وسیله وي.

جمهور رییس د دوشنبې په ورځ په د دفاع وزارت کې د خپلې وینا پر مهال وویل، د سولې په خبرو کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سر معامله نه کېږي.

هغه زياتوي: "موږ سولې ته ژمن یو، زموږ تعریف له سولې څخه مثبته سوله ده، مثبته سوله څه ده؟ هغه سوله چې عدالت ټینګ کړي، ګډون هر اړخیز کړي، د خلکو حقوق پراخه کړي، او د افغانستان اردو د مشروع قوې یوازینۍ وسیله وي."

افغان جمهور رییس دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې ټاکل شوې وه، نن د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی دوحې ته لاړ شي.

خو ددې پلاوي ځینو غړو ويلي، چې دغه سفر ځڼدول شوی.

شریفه زرمتۍ ازادي راډیو ته وویل، چې سفر د خرابې هوا له امله ځنډول شوی.

نوموړې وویل: "د خرابې هوا له امله، موږ سفر نشو کولی. نن موږ باید سفر کړی وای خو له بده مرغه، سفر سبا لپاره وځنډول شو. که د خدای رضا و، موږ به سبا په ټاکلي وخت پرواز وکړو او غونډې ته به ورسېږو."

اغلې زرمتي وايي، د اور بند مسئله او پر میکانیزم يې، نظام او د بشري حقونو ارزښتونو باندې بحث د سولې د خبرو په دې پړاو کې د بحث موضوعات دي.

په ورته وخت کې د سولې مرکچي پلاوې یوه بله غړې فوزیه کوفي، چې د افغانستان د بدلون لارې ګوند مشري هم کوي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، افغان پلاوي ته باید د بیان ازادي، اساسي قانون، ډیموکراسي او د قانون حاکمیت لومړیتوبونه واوسي.

فوزیه کوفي

هغه زياتوي: "پلاوی به سبا سفر وکړي. ډېر مهم بحثونه به پیل شي. د نظام څرنګوالی او د خلکو د حقونو ته ازرښت ورکول به د خبرو د بحث وړ موارد وي."

دغه شان د مرکچي پلاوي بل غړی، فاروق مجروح آزادۍ راډیو ته وویل، هڅه دا ده چې خبري مثبت خواته یوړل شي.

مجروح وايي:"موږ په خپل ټول قوت او حوصله او کوښښ سره هڅه کوو، خدای مهربان دی چې داځل مذاکرات په دوهم پړاو کې داسې پایلې ته ورسېږي، چې د افغانانو په ګټه وي."

د افغانستان د ملي مصاللحې عالي شورا هم نن له غرمې وروسته له پلاوي سره کتلي څو دوی ته د خبرو په راتلونکي پړاو کې لارښود چمتو کړي.

د حکومت او طالب استازو تر منځ د شاوخوا درې میاشتو خبرو وروسته داوړه خواوو د تېر میلادي کال د ډسمبر په ۱۶ د ۲۱ ورځو لپاره وقفه راوسته.

په دغه وقفه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ او افغان مرکچي پلاوی د لا نورو مشورو لپاره افغانستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده، دغه خبرې سبا بیا پیل شي او ویل کېږي، چې په دې پړاو کې به په مهم مواردو بحث وشي.