سیګار: افغانستان سره د امریکا له ۶۳ میلیارده ډالرو مرستې ۱۹ میلیارده حیف‌ومیل شوي

ارشیف، افغانستان کې د یوه سړک د رغونې چارې

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو دوام له فساد سره مبارزې او شفافیت پورې تړلې بولي، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار په تازه راپور کې له افغانستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو کې له فساد پرده پورته کړه.

سیګار له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۹ کاله د ډسمبر میاشت پورې له افغانستان سره د امریکا ۱۳۴ میلیارده ډالرو مرستو له جملې د امریکا د کانګرس په غوښتنه د ۶۳ میلیارده ډالرو مرستو څرنګوالی څېړلی.

سیګار د ۶۳ میلیارده ډالرو په څېړنه کې موندلې چې ۱۹ میلیارده ډالره ضایع، حیف‌ومیل او یا هم ناوړه استفاده ورنه شوې ده.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې دغه څېړنه د ۲۰۱۸ کال له جنوري پيل او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې پورې ترسره شوې ده.

سید اکرام افضلي

د افغانستان د شفافیت څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي هم له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې د فساد په اړه د سیګار دغه راپور تأییدوي.

ښاغلی افضلي زیاتوي: "دا راپور ښکاره کوي چې افغانستان او نړیواله ټولنه هغه ښه فرصت چې کولای شوی د افغانستان زېربنا په اساسي بڼه ورغوي او د اقتصاد په جوړولو د دولت ثبات ښه کړي، داسې ونه‌شول. له بده مرغه نن د بهرنیانو د غلط تصمیمونو تأثیرات او د افغانستان له لوري د فرصت ضایع کېدل وینو چې اقتصادي کمزورتیا، د جګړې پراختیا او د خلکو په بې‌وزلۍ کې له ورایه ښکاري."

د سیګار په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې په افغانستان کې اصلي فساد، د ناامنیو پراختیا، د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د حساب نه‌ورکړه، په افغانستان کې د پانګې اچونې دوام ضایع او ناوړه استفاده ورنه کېږي.

په راپور کې راغلي، په دغو مرستو کې فساد د سولې بهیر او د افغانستان د حکومت مشروعیت او مؤثریت ګواښي.

د افغانستان جمهوري ریاست د دغه راپور په غبرګون کې د مرستو د حساب ورکړې په وړاندې نړیوالو ته ځان مسؤل بولي.

دوا خان مینه‌پال

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وايي: "همدا مرستې وې چې افغانستان‌یې تر دې ځایه راورساوه، هرې برخې پراختیا وکړه، افغان حکومت په دې باندې ځان مکلف ګني چې د ټولو مرستو اغېزمنتوب ته زیاته پاملرنه وکړي، موږ نړیوال مرسته کوونکو ته روڼ حساب ورکړو، افغانستان په دې باور دی چې خپلو سرچینو ته پام وکړي او ځان د نړیوالو له احتیاجه خلاص کړي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکي د راپور له مخې امریکا او نړیوال مرسته کوونکي د افغانستان په سلو کې ۷۵ عامه لګښتونه تأمینوي.

سیګار لیکي، د نړیوال بانک د وړاندوینې پر بنسټ که سوله هم تأمین شي، افغانستان په کلني ډول لږ تر لږه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې له ۴،۶ تر ۸،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.