د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د افغان حکومت د دوام لپاره د نړیوالو مرستو پر اړتیا ټینګار شوی


ارګ
ارګ

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت سرمفتش د افغان حکومت د دوام لپاره په راتلونکي کې د نړیوالو مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش دفتر سیګار په خپل یو نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو وايي د دې لپاره چې افغان حکومت تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دوام وکړي نو باید له دې هېواد سره د امریکا او نورو مرستندویو هېوادونو مالي مرستې دوام وکړي.

اوس مهال د افغانستان د ټولو لګښتونو په سلو کې شاوخوا ۷۵ امریکا او نور مرستندویان چمتو کوي خو افغان حکومت د دې لګښتونو په سلو کې یوازې ۲۵ له خپلو عوایدو ورکوي.

سیګار چې د کال په هره ربع کې د امریکا کانګرس ته د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د لګښتونو په اړه راپور برابروي، په خپل راپور کې وايي، که څه هم نړیوال مرستندویان په افغانستان کې د فساد له کبله په غوسه دي او متحدایالات هم له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو لپاره له طالبانو سره د سولې هڅه کوي خو له افغان حکومت سره دا مرستې ضروري دي.

سیګار په خپل نوي راپور کې د فساد پرضد د مبارزې په چاره کې د افغان حکومت پر هڅو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې فساد د ناامېده مرستندویانو لویه اندېښنه ده.

راپور د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې شوي اقدامات ناکام بولي او وايي، حکومت د فساد د جرړو د ایستلو پرځای د نړیوالو مرستندویانو مرستو ته سترګې نیولې دي.

افغانستان د جنوري په لومړیو کې د شفافیت د نړیوال سازمان د څېړنې له مخې په آسیا- پاسیفیک سیمه کې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې وروستی شو او په نړۍ کې ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې په ۱۷۳ ځای کې راغی.

په افغانستان کې د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو مرستې سره سره د بېوزلۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې افغانان په متوسط ډول په ورځ کې په یوه ډالر لګښت ژوندي پاتې کېدل او په سلو کې ۳۷ کسانو د بېوزلۍ تر کرښې په ټیټو شرایطو کې ژوند کاوه خو دا کچه سږکال په سلو کې ۵۵ ته لوړه شوې ده.

سیګار د ۲۰۱۹ میلادي کال د وروستۍ ربعې په راپور کې وايي چې نړیوال مرستندویان او په سر کې یې واشنګټن، له امنیت نیولې تر معارف او روغتیا پورې د ټولو لګښتونو لپاره افغان حکومت ته په کال کې ۸،۵ میلیارد ډالر ورکوي.

همداراز متحدایالات یوازې د افغان پوځي ځواکونو د لګښتونو لپاره د کال ۴،۲ میلیارد ډالر ورکوي.

د سیګار راپور د مرستندویانو د هغه نړیوال کنفرانس په درشل کې خپرېږي چې سږکال د ملګروملتونو له خوا جوړېږي او ښايي د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر مهم وي.

نړیوالو مرستندویانو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغانستان سره د ۱۵ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

سیګار وايي د فساد ستونزه باید د سږني کنفرانس د پاملرنې په محور کې وي.

سیګار په خپل دې راپور کې سپارښتنه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د دوی له پلټنو څخه د مالي مرستو د اغېزمن لګښت په برخه کې د لارښود په توګه کار واخلي.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش وايي، له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان پر بیارغونه په مجموعي ډول شاوخوا ۱۳۲ میلیارد ډالر لګښت شوی دی.

د افغانستان حکومت د سیګار د نوي راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG