د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

سیګار: افغان ځواکونه د دوبي په ۳میاشتو کې په دفاعي حالت کې وو او زیات تلفات ور اوښتي


د افغانستان د بیارغولو لپاره د امریکا د لګښت د ځانګړي مفتش دفتر سیګار پرون د اکټوبر په ۳۱مه د دوبي موسم په درېیو میاشتو کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالیت او تلفاتو په اړه رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان ځواکونه د دوبي په درېیو میاشتو کې په دفاعي حالت کې وو او زیات تلفات ور اوښتي دي.

د رپوټ په حواله، د افغانستان د دفاعي ځواکونو د تلفاتو ۶۰ فیصده په جون، جولای او اګست کې ثبت شوي دي.

خو د افغانستان ملي دفاع وزارت له دې څېړنې سره موافقه نه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه اته میاشتې مخکې له دفاعي حالته وتلي دي.

احمدزي وویل، تلفات یې د پخوا په پرتله ډېر کم شوي دي.

روح الله احمدزی وایي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول له دفاعي حالته وتلي او په تهاجمي حالت کې دي، موږ توانېدلي یوو چې د تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی راولو، زموږ عملیات پراخ شوي او موږ هڅه کوو چې تلفات نور هم راکم شي."

د سیګار په رپوټ کې ویل شوي چې د دوبي په درېیو میاشتو (جون، جولای، اګست) کې د وسله والو حملې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۱۹ فیصده زیاتې وې.

سیګار ویلي چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې موده کې د وسله والو د ۷۱۸۳ حملو خبر ورکړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې ډېرې حملې په ختيځ، جنوب او شمال لوېدیځو ولایتونو کې شوې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د پوځي عملیاتو له پراخولو سره یې وسله والې ډلې په شدت ځپلې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

روح الله احمدزی زیاتوي: "موږ په وروستیو ۸ میاشتو کې لږترلږه ۱۳ ولسوالۍ له وسله والو پاکې کړي او بېرته نیولې دي، د پخوا په پرتله زموږ عملیات ډېر پراخ او شدید شوي دي، دښمن ته ډېر تلفات رسېدلي او مهم وګړي یې وژل شوي دي."

د افغانستان د بیارغولو لپاره د امریکا د لګښت د ځانګړي مفتش دفتر په پروني رپوټ کې ویلي چې د افغانستان سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۲ زره زیاتې حملې کړي دي.

XS
SM
MD
LG