د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

سیګار: افغان هوايي ځواک په تېر جنورۍ، فبرورۍ او مارچ کې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړي


د سیګار راپور زیاتوي چې سږ کال تر اوسه پورې د افغان هوايي ځواک الوتکو د تېر کال په مقایسه په سلو کې ۲۶ کمې الوتنې کړي.
د سیګار راپور زیاتوي چې سږ کال تر اوسه پورې د افغان هوايي ځواک الوتکو د تېر کال په مقایسه په سلو کې ۲۶ کمې الوتنې کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې ویلي چې افغان هوايي ځواک د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې خپلې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړي، د الوت ځواک یې په سلو کې اته کم شوی او الوتنې یې هم راکمې شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د سیګار هغه راپور رد کړ چې وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغان هوايي ځواک الوتکې او الوتنې کمې شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند روح االله احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نه یوازې دا چې د دوی الوتنې نه دي کمې شوې بلکې افغان هوايي ځواک په وروستیو میاشتو کې نور هم پیاوړی شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو مفتش په خپل یو وروستي راپور کې ویلي: "د امریکا افغانستان په مشرۍ د روزنې، مشورې، ملاتړ او قومندې هوايي ځواک د روان میلادي کال په پیل کې د افغان هوايي ځواک د ۱۲ الوتکو د کمېدو راپور ورکړ دی، په دې کې روسي ساخت مې ۱۷ الوتکې هم شاملې دي چې یا له کاره لویدلي او یا زیانمنې شوې دي، همدارنګه یوه نوې ( ایم ډي – 530 ) بریدګره هیلوکوپټر په جکړه کې له منځه تللې ده، د راپور په وینا د مارچ د میاشتې په پای کې افغان هوايي ځواک ۱۵۴د کارولو وړ الوتکې درلودې."

د سیګار راپور زیاتوي چې سږ کال تر اوسه پورې د افغان هوايي ځواک الوتکو د تېر کال په مقایسه په سلو کې ۲۶ کمې الوتنې کړي.

د راپور په وینا د دې یو سبب د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو موده هم ده چې په هوايي بریدونو کې یې کمی راوستی، همدارنګه د ژمي هوا او د کرونا ویروس محدودیتونو هم پر الوتنو اغېز کړی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د افغان هوايي ځواک الوتنې کمې شوې نه دي، بلکې د پخوا په مقایسه افغان هوايي ځواک نور هم پیاوړی شوی دی.

روح الله احمدزی
روح الله احمدزی

د ښاغلي احمدزي په وینا، تېر کال څو الوتکې نسکورې شوي چې د هغې په اړه دوی په هماغه وخت کې معلومات خپاره کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د پخوا په مقایسه د هېواد هوايي ځواک واقعاً په پښو درېدلی او په ټولو برخو کې موږ ډېر ښه پرمختګونه کړي دي، د دوی د څرګندونو برخلاف، زموږ الوتنې اوس په کافي اندازه د هماغه مهال وېش له مخې چې د افغانستان اردو یې لري او د افغانستان حکومت لري، روانې دي، زموږ کدرونه له تخنیکي او مسلکي پلوه روزل شوي دي، الوتنې مې روانې او دې برخه کې مو ستونزې ډیرې کمې شوې دي."

نوموړې دا رد کړه چې ګوندې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې دې ۱۲ الوتکې کمې شوې وي.

د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر وايي، کمې یوازې په هوايي فعالیت کې نه دی راغلی بلکې د افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو هم د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د کال په لومړیو درې میاشتو کې ۵۲۸ مځکني عملیات کړي چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په سلو کې ۳۶ کمې ښيي.

سیګار وايي، د افغانستان د ځانګړو امنیتي ځواکونو تر نيمايي زیات عملیات په خپلواکه توګه او د امریکا یا نورو ایتلافي ځواکونو له مرستې پرته ترسره شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د تړون له لاسلیک وروسته، طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه درولي دي او په افغانستان کې میشت امریکايي او ناټو ځواکونه هم د پخوا په څېر پر طالبانو بریدونه نه کوي.

خو پر ځای یې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي.

د پوځي څېړونکي په باور په داسې حالاتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د خپل هوايي ځواک پیاوړتیا او ملاتړ حیاتي ارزښت لري، څو وکولی شي په لرې پرتو سیمو کې سرتیرو ته اکمالات وروسوي، د اړتیا په وخت هوايي بریدونه وکړي او همدارنګه د جګړې ټپیان انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG