د بلاروس د اپوزېسیون هغه مشرې چې د اګسټ میاشتې د ولسشمرۍ د انتخاباتو د ګټلو ادعا کوي او اوس په لتوانیا کې اوسي، له السکاندر لوکاشینکا غوښتي چې په راتلونکو ۱۲ ورځو کې دې استعفا ورکړي.
د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تيخانوفسکایا وایي، په بلاروس کې معترضان د خلکو وروستی خبرداری یا اولتیماتوم اعلانوي.
د تیخانوفسکایا له لوري په هغه بیان کې چې پرون په تلګرام کې خپور شوی، ویل شوي چې الکساندر لوکاشینکا باید د وروستي خبرداري یا اولتیماتوم شرایط په راتلونکو ۱۲ ورځو کې ومني.
د جمهوري ریاست له څوکۍ د لوکاشینکا استعفا، د معترضانو په وړاندې د تاوتریخوالي ختمول او د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کول، د معترضانو له اساسي غوښتنو څخه دي.
الکساندر لوکاشینکا
تیخانوفسکایا چې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ کاندیده وه اوپه خپله هم د دغو انتخاباتو د ګټلو ادعا کوي، ویلي چې که لوکاشینکا دغه غوښتنې ونهمني، د بلاروس ټول وګړي به په سولهییز ډول واټونو ته راووځي او د ټولو صنعتي تأسیساتو ملي اعتصاب به پیل او لارې او سړکونه به بند شي.
هغې همداراز له اپوزېسیون سره د بلاروس د چارواکو د ډیالوګ په اړه خپره شوې اعلامیه رد کړې او د قانون د تنفیض له چارواکو یې غوښتي چې د خلکو په خوا کې ودرېږي.
تیخانوفسکایا پرون د ۲،۰۰۰ کلني کنفرانس چې پراګیې د انلاین په بڼه کوربه دی، ګډونوالو ته وویل: "بلاروس څه غواړي؟ موږ له خپلو چارواکو درناوی غواړو. غواړو چې د حقونو مو هم درناوی وشي. پوهېږو چې خپلو چارواکو ته هېڅ ارزښت نهلرو. هغوی موږ ته پام نهکوي او خبرو ته مو غوږ نهنیسي. هغوی نهغواړي له موږ سره خبرې وکړي."
اروپایي اتحادیې او د امریکا متحده ایالاتو د بلاروس د مشروع ولسمشر په توګه د لوکاشینکا له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.
لوکاشینکا وایي ترسره شوي انتخاباتیې چې له پراخو درغلیو سره مله ول، بشپړ ګټلي دي.
بلاروس کې لاریون کوونکي
د دغو انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته بلاروس د څو اوونیو په مخه د پراخو اعتراضونو شاهد و.
د تیخانوفسکایا پلویان او د بلاروس د حکومت نور سیاسي مخالفان ادعا کوي چې نوموړې دغه انتخابات ګټلي دي.
تیخانوفسکایا خپل ځان او کورنۍ ته د ګواښ له وېرې د انتخاباتو له ترسره کېدو څو ورځې وروسته لتوانیا ته تللې، خو ژمنهیې کړې چې بېرته به خپل هېواد ته ستنه شي.