د تاجکستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښيي چې امام علي رحمن د بلې پنځمې دورې لپاره ولسمشري ګټلې ده.
د تاجکستان د ولسمشرۍ د تېرې ورځې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښیي چې په ۱۰۰ کې نږدې ۹۱ رایې د دې هېواد د اوږدې مودې واکمن امام علي رحمن ته ورکړل شوي او د یوې بلې اووه کلنې دورې لپارهیې ولسمشري ګټلې ده.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې په دې هېواد کې انتخابات چې د حکومت تر کلک کنټرول لاندې ترسره شول، تر ډېره تشریفاتي بڼه لري.
د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون بختیار خدایارزاده نن وویل چې د ټولو مستحقو رأی ورکوونکو په ۱۰۰ کې څه باندې ۸۵یې خپلې رایې کارولي او نږدې ۹۱ فیصده هم امام علي رحمن ته ورکړل شوې دي.
امام علي رحمن چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې قدرت په لاس کې لري، له دې مخکې یې د ولسمشرۍ څلور نور انتخابات چې هېڅ یو یې د لوېدیځ څارونکو ازاد او شفاف نهدي بللي، ګټلي و.
۶۸ کلن امام علي رحمن د شوروري د دورې وروسته هغه بل واکمن دی چې په بلاروس کې له الکساندر لوکاشینکا ډېر په قدرت کې پاتې شوی.
د نوموړي په وړاندې په دغو انتخاباتو کې څلور کاندیدان چې زیات پېژندل شوي نهدي او ګوندونهیې حکومت پلوي دي، درېدلي و. تر ډېره دغو کاندیدانو ته په داسې نظر کتل کېږي چې انتخاباتو ته ظاهراً د سیالۍ بڼه ورکړي.
د دغو څلورو کاندیدانو یوازې یوهیې درې فیصده رایې ګټلي او د نورو رایې له دوو فیصدو کمې دي.
د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وویل چې د دغو انتخاباتو رسمي نتیجه به په یوه اوونۍ کې اعلان شي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې په دغو انتخاباتو کې د بېنظمۍ راپورونه ورکړي دي. په یوه وېډیو کې ښکاري چې په دوشنبه کې د رأی ورکولو په یوه مرکز کې دوه کسان د رأی پاڼې په صندوقونو کې اچوي.
په شمالي ښار خجند کې دوو رأی ورکوونکو د تاجکستان څانګې خبریال ته په ښکاره ویلي چې له یو ځل یې زیاتې رایې ورکړې دي. دغو ښځینه رأی ورکوونکو ویلي چې د خپلو کورنیو د نورو غړو لپارهیې رایې کارولي چې دا په تاجکستان کې غیر قانوني عمل دی.
په تاجکستان کې د ولسمشرۍ انتخابات داسې مهال ترسره کېږي چې د دې هېواد اقتصاد د کرونا وبا د خپرېدو له امله ډېر زیانمن شوی دی.
هغه په سلګونه زره کسان چې د کار کولو لپاره روسیې ته تلل او بېرته کورونو ته بهیې پیسې رالېږلي اوس په خپلو کورونو کې ناست دی او په تاجکستان کې دننه هم ورته د کار زمینه نهده برابره.
دغو مهاجرو کارګرو د تاجکستان له اقتصاد سره ډېره مرسته کوله.