د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

تاجکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې؛ امام علي رحمان به بیا ولسمشر شي؟


 ارشیف
ارشیف

د تاجکستان خلکو یکشنبه د دغه هېواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخیسته.

د تاجکستان خلکو د جمهوري ریاست په داسې ټاکنو کې برخه واخیسته چې ګمان کېږي ګټونکی یې مخکې له مخکې معلوم دی.

وړاندوینې کېږي چې له ۲۸ کلونو راهیسې واکمن ولسمشر امام علي رحمان به یو وار بیا د یوې اووه کلنې دورې په مخه ولسمشر شي.

د تاجکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې له سهار وختي په پيل شویو ټاکنو کې یکشنبه څه باندې څلور میلیونه کسانو رایه ورکړې چې د رأی ورکوونکو ۷۰ فیصده جوړوي.

په تاجکستان کې کله چې د رأی ورکوونکو په شرایطو برابرو کسانو له ډلې له نیمايي یا ۵۰ فیصده زیات کسان رایه ورکړي انتخابات مشروع او ترسره شوي بلل کېږي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

خو د تاجکستان د ولسمشر او واکمن رژیم مخالفین وايي چې ټاکنې ناقانونه دي او نړیواله ټولنه‌یې باید پایلې مشروع ونه‌ګڼي.

ټاکنې داسې وخت وشوې چې د تاجکستان لسګونه زره وګړي په روسیه کې کار کوي او د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر په ولسمشرۍ ټاکنو کې له رأی ورکولو پاتې شوي.

د تاجکستان د سوسیال ډیموکرات ګوند مشر رحمت‌الله نظروف د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل ټاکنې یې ځکه بایکاټ کړې چې د خلکو رایه نه‌شمېرل کېږي، بلکې هغه څه چې کمېسیون‌یې غواړي کېږي.

هغه زیاته کړه: "هر څوک حق لري چې د انتخاباتو په پلوي غږ پورته کړي یا یې په خلاف وي. موږ داسې وګڼله چې که ولاړ شو او په پنځه واړو کاندیدانو هم خط کش کړو بیا هم د ټاکنو کمېسیون له خپل ځانه رایې او شمېرې جوړوي."

د تاجکستان د ټاکنو کمېسیون بیا د نظروف دا خبرې ردوي او وايي چې په دوه اوونیو کې به د خلکو د رایو په اساس د ټاکنو ګټونکی اعلان کړي.

په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې په امام علي رحمان سربېره رستم لطیف‌زاده، عبدالحلیم غفوروف، معراج عبدالله‌یف او رستم رحمت‌زاده ټاکنو ته درېدلي و.

منتقدین وايي دا څلور واړه کاندیدان د حکومت تر کنټرول لاندې خلک دي ځکه مخالفو کاندیدانو ته د کاندیدۍ چانس نه‌دی ورکړل شوی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۲ کاله په دغه هېواد واک چلوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د دغه هېواد اساسي قانون د امام علي رحمان په خوښه تعدیل شو چې په‌کې دی په رهبر ملقب شو او تر هغو پورې چې خوښه‌یې وي د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیداتورۍ اجازه ورکړل شوه.

رستم امام علي
رستم امام علي

که څه هم ویل کېدل چې دا وار به امام علي رحمان خپل زوی ۳۲ کلن رستم امام علي ټاکنو ته دروي، خو په اګسټ کې په خپله رحمان کاندید شو چې ورسره د رستم د کاندیداتورۍ ګنګوسې غلې شوې.

رستم امام علي چې د دوشنبې ښاروال دی په دې وروستیو کې د سنا جرګې مشر ټاکل شوی چې که کوم وخت امام علي رحمان خپله دنده مخته یونه‌سي، دی وکولای شي د ولسمشرۍ چارې په لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG