د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

پر لوکاشینکا فشارونه؛ کاناډا او بریتانیا د بلاروس پر چارواکو بندیزونه اعلان کړل


الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

په بلاروس کې پر الکساندر لوکاشینکا چې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، د نړیوالو فشارونه پر زیاتېدو دي.

په داسې حال کې ده چې نړیوال فشارونه د بلاروس د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اړه په زیاتېدو دي او هم د اپوزېسیون د غړو، رسنیو او د مظاهره کوونکو په وړاندې د پولیسو ځپونکي اقدامات دوام لري، کاناډا او بریتانیا د الکساندر لوکاشینکا په ګډون د بلاروس پر یو شمېر جګپوړو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

بلاروس کې لاریون کوونکي
بلاروس کې لاریون کوونکي

د دغو نویو بندیزونو له مخې چې کاناډا او بریتانیا پرون سې شنبه اعلان کړل، د په نښه شویو چارواکو پر سفر بندیز لګول کېږي او شتمني یې کنګل کېږي. دواړو هېوادونو ویلي چې په دغه اقدام سره غواړي د لوکاشینکا مستبد او متقلب رژیم ته یو واضح پیغام ورکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب وویل، موږ هغوی مسؤل بولو چې د بلاروس د خلکو په وړاندې یې بدمعاشان ګومارلي او له هغوی سره به حساب کتاب کوو او موږ به د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د ارزښتونو لپاره ودرېږو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې زیاته کړې چې د اګسټ میاشتې د درغلیو ډکو انتخاباتو راهیسې د عامو خلکو د اعتراضونو او د اپوزېسیون ډلو د فعالیتو په وړاندې د بلاروس حکومت یو منظم ځپونکي او له دولتي ملاتړه برخه‌من له تشدده ډک کمپاین پیل کړی دی.

په دغو نویو بندیزونو کې چې کاناډا او بریتانیا اعلان کړي، لوکاشینکا، د هغه زوی ویکتور، د ولسمشرۍ د دفتر مشره ایهارسیارهینکه، د کورنیو چارو وزیر ییرې کاراییف، د کورنیو چارو وزارت مرستیالان ییر الکساندر بارسولکوف او ییری نازارنکه، د کورنیو ځواکونو مرستیال قوماندان خازالبیک اتابیکاو او د مېنسک د بلوا ضد پولیسو مشر دیمیتري بالابا شامل دي.

دغه بندیزونه څو ساعته وروسته له هغې لګول کېږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ژمنه وکړه چې اروپا به د بلاروس د سیاسي بحران له منځګړیتوب سره مرسته وکړي. هغه دغه ژمنه په لتوانیا کې د بلاروس د اپوزېسیون له مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا سره چې ځان د بلاروس د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو ګټونکې بولي، له کتنې وروسته وکړه.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

ښاغلي مکرون د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمانه وغوښتل چې په بلاروس کې مداخله وکړي.

په بلاروس کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته پرله‌پسې پراخې مظاهرې روانې دي چې په‌کې د سلګونه کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

لوکاشینکا چې د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، لوېدیځ دولتونو له دې ډډه کړې چې نوموړی د دې هېواد د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.

دغو دولتونو له لوکاشینکا غوښتي چې د واک د انتقال لپاره خبرو ته مخه کړي، خو نوموړي دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG