په افغانستان کې د خبریالانو یو ملاتړ بنسټ د سولې د خبرو په بهیر او له دغه بهیره وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودېدو اندېښنه ښيي.
د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د مستقیمو خبرو له پیلېدو دمخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادي په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره (نی ) وايي، له لسګونو خبریالانو سره یې د خبرو له لارې موندلی چې خبریالان د سولې د خبرو په بهیر او له هغې وروسته اندېښمن دي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، خبریالان مذاکره کوونکو او د سولې د خبرو محتوا ته د لاسرسي پر محدودیت اندئښمن دي.
هغه زیاته کړه: "خبریالان د افغانستان په کچه په ټوله کې د سولې د خبرو په بهیر او له دغه بهیره وروسته، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر محدودیت اندېښنه ښيي، په ټول افغانستان کې خبریالان، د سولې د خبرو په جریان کې او له هغې وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وضعیت اندېښمن دي."
د ښاغلي خلوتګر په خبره د افغانستان خبریالان غواړي چې د سولې د خبرو جزئیات د رسنیو له لارې له افغانستان له خلکو سره شریک شي او خبریالان لږترلږه د دغه بهیر د ناظرانو په توګه د خبرو په ځای کې ووسي.
ښاغلي خلوتګر د افغان او طالبانو له مرکچې پلاوی وغوښتل چې د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو د لاسرسي قوانین رعایت کړي او له همدې محتوا سره يې ومني.
په ورته وخت کې یو شمیر خبریالان چې د سولې د خبرو د مراسمو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي وو، پرون شپه افغانستان ته ستانه شول.
دوی وویل له محدودیتونو سره مخ شوي دي.
له دغو خبریالانو باعث حیات ازادي رادیو ته وویل، د دغوخبرو د پرانستو له مراسمو وروسته کوم خبریالان چې له افغانستان نه ورغلي وو، په اړه یې وویل شول چې د دوی ویزې د پنځو ورځو لپاره دي او په قطر کې د خبریالۍ لپاره یوازې ۷۲ ساعتونه وخت لري.
هغه زیاته کړه: "خبریالانو خپل پاسپورټونه د قطر په هوايي ډګر کې هغه مهال ترلاسه کړل چې خروجي ټاپه پرې لګېدلې وه خو چې ولیدل شول یوه میاشت ویزه ورکړل شوې وه، سره له دې چې موږ ددغې موضوع په اړه په قطر کې د سولې او بهرنیو چارو د وزارتونو له چارواکو وپوښتل خو څه چې موږ ته ویل شوي وو، ټول فریب و."
د ښاغلي حیات په خبره، د افغانستان د چارواکو دغه اقدام د بیان د ازادي او اطلاعاتوته پر لاسرسي د محدودیت د وضع کولو ښکارندويي کوي.
ده وویل ۷۲ ساعتونه چې په قطر کې وو او د سولې خبرو ته یې پوښښ ورکاوه هم له محدودیتونو سره مخ وو او ونه توانېدل چې ناسته په لازمه توګه تر پوښښ لاندې راولي.
په دې ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ادارو د ازادی رادیو اړیکو ته ځواب ونه وایه.
نی، اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې د حکومت پر ویندویانو انتقاد وکړ ویې ویل، د افغان خبریالانو د شکایتونو له مخې دحکومت ویندویان د دوی څه باندې ۹۰ فیصدو اړیکو ځوابونه نه وايي.
د نی د رده بندۍ په اساس، مالي بنسټونه له دې جملي د مالېې وزارت او د تدارکاتو ملي اداره لومړۍ درجه بنسټونه دې چې له خبریالانو سره یې لږه همکاري کړې.
همداشان په دې برخه کې امنیتي ارګانونه په دوهمه درجه، ولسمشرۍ په درېیمه او عدلي او قضايي بنسټونه په څلورمه درجه کې راځي.