د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د بیلاروس چارواکو لسګونه ویبپاڼو ته لاسرسی محدود کړی دی


کله چې د دغو ویبپاڼو په لېنک باندې کلیک وشي، په اتومات ډول دا پیغام راځي چې لاس رسی د بیلاروس د اطلاعاتو وزارت په غوښتنه بند شوی دی. 
کله چې د دغو ویبپاڼو په لېنک باندې کلیک وشي، په اتومات ډول دا پیغام راځي چې لاس رسی د بیلاروس د اطلاعاتو وزارت په غوښتنه بند شوی دی. 

بیلاروس کې چارواکو د ازادي راډیو د بیلاروسي څانګې په ګډون لسګونه ویبپاڼو ته لاسرسی محدود کړی دی.

دوی دا کار د دې لپاره کړی چې هلته له لانجمنو ټاکنو وروسته اعتراضونو پر مهال د معلوماتو خپرېدل کنټرول کړي.

د ویبپاڼو د بندولو حکم د اطلاعاتو د وزارت له خوا پرون ورکول شوی، دا په داسې حال کې چې دغلته د اونۍ د پای ورځو کې هم د پراخې مظاهرې د دوام اټکل شوی و.

کله چې د دغو ویبپاڼو په لېنک باندې کلیک وشي، په اتومات ډول دا پیغام راځي چې لاس رسی د بیلاروس د اطلاعاتو وزارت په غوښتنه بند شوی دی.

په بیلاروس کې له ټاکنو وروسته انټرنېټي خدمتونه هم ټکني شوي او د نظر خاوندان وايي، دا کار د دې لپاره شوی چې د اعتراضونو د یووالي او منفي تبصرو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG